د نارنج ماڼۍ په سپړنو کی سږ کال ۲۹ قلمه تاریخی اثار موندل سوی دی
د نارنج ماڼۍ په سپړنو کی سږ کال ۲۹ قلمه تاریخی اثار موندل سوی دی
8 میزان 1398 ساعت 18:36
د نارنج ماڼۍ په سپړنو کی سږ کال ۲۹ قلمه تاریخی اثار موندل سوی دی
د کندهار اطلاعاتو کلتور رئیس وایی، چی په نارنج ماڼۍ کی د سپړنو چاری په خورا چټکۍ سره روانی دی او تر دا مهاله پکښی د هوتکو د دورې زیات اثار موندل سوی دی.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د تاریخی ابدو انجینران وایی، دوی په ماڼۍ کی د غیر منقول اثارو د ساتنی لپاره لازم تدابیر نیولی دی.
د کندهار په زاړه ښار کی دغه ویجاړه نارنج ماڼۍ درویشت سوه کال مخکنی تاریخ لری، چی لومړی د سکندر مقدونی په واکمنۍ کی جوړه سوې او بیا په هره واکمنۍ کی نوی ودانۍ پکښی جوړی سوی دی، چی وروسته دشاه محمود هوتک په واکمنۍ کی د نادر افشار تر لس ورځنۍ محاصرې وروسته ونیول سوه او ړنګه سوه.
د مطلب کود: 192370