دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 192370
د نارنج ماڼۍ په سپړنو کی سږ کال ۲۹ قلمه تاریخی اثار موندل سوی دی
د نارنج ماڼۍ په سپړنو کی سږ کال ۲۹ قلمه تاریخی اثار موندل سوی دی
د کندهار اطلاعاتو کلتور رئیس وایی، چی په نارنج ماڼۍ کی د سپړنو چاری په خورا چټکۍ سره روانی دی او تر دا مهاله پکښی د هوتکو د دورې زیات اثار موندل سوی دی.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د تاریخی ابدو انجینران وایی، دوی په
ماڼۍ کی د غیر منقول اثارو د ساتنی لپاره لازم تدابیر نیولی دی.
د کندهار په زاړه ښار کی دغه ویجاړه نارنج ماڼۍ درویشت سوه کال مخکنی تاریخ لری، چی لومړی د سکندر مقدونی په واکمنۍ کی جوړه سوې او بیا په هره واکمنۍ کی نوی ودانۍ پکښی جوړی سوی دی، چی وروسته دشاه محمود هوتک په واکمنۍ کی د نادر افشار تر لس ورځنۍ محاصرې وروسته ونیول سوه او ړنګه سوه.
https://avapress.com/vdchqinzv23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته