کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیاسي شنونکي: ټاکنیز بحران په لاره دی

9 میزان 1398 ساعت 15:42

د ګډ حکومت د رهبرۍ د پرلپسې ټینګار له امله د تلې د میاشتې په «۶» نېټه ټاکنې ترسره شوې، د سیاسي چارو شنونکي وایي، له وخت وړاندې د نوماندانو له لوري د بریا اعلان ښيي، چې هیواد یو بل ټاکنیز بحران ته په ننوتو دی.


په داسې حال کې، چې د ګډ حکومت د رهبرۍ د پرلپسې ټینګار له امله د تلې د میاشتې په «۶» نېټه ټاکنې ترسره شوې، د سیاسي چارو شنونکي وایي، له وخت وړاندې د نوماندانو له لوري د بریا اعلان ښيي، چې هیواد یو بل ټاکنیز بحران ته په ننوتو دی.
د سیاسي چارو شنونکی او د ولسي جرګې  پخوانی غړی «ډاکټر جعفر مهدوي» وايي « د نړیوالې ټولنې د مداخلې او د نوماندانو د ګډ مؤقف په نشتون کې هیواد یو ټاکنیز بحران ته ننوتونکی دی، له وخت وړاندې د نوماندانو له لوري د بریا وړاندوینې د عامه اذهانو د خرابولو او د ټاکنو د اصولو تر پښو لاندې کولو پرته بله معنی نه لري».
سیاسي شنونکي داسې مهال ټاکنې په هیواد کې د یوه نوي بحران د پیل په معنی بولي، چې طالبانو لا له وړاندې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې نومولې وې او په ټاکنیزو مرکزونو یې د بریدونو ګواښ کړی وو.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د تلې د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، د تېر په پرتله پیکه او له ستونزو سره مل وې.
د ټاکنو کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې په دې ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه تنه کسانو ګډون کړی وو، چې د ثبت شویو کسانو ۲۰ سلنه جوړوي.


د مطلب کود: 192394

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192394/سیاسي-شنونکي-ټاکنیز-بحران-په-لاره-دی

آوا
  https://www.avapress.com