بلخ ولایت د نهرې شاهي او بلخ ولسوالیو کې د افغان امنيي ځواکونو په هوايي برید کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، تیره ورځ يې د بلخ ولایت په دو ولسوالیو کې ۷ طالبان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي، ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوې چې په دغو نښتو کې پنځه امنیتي ځواکونه هم ټپي شوي دي،
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا په برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې، دا په داسې حال کې ده چې ځینې وخت د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي
او ځمکني بریدون کې ملکي وګړو ته زیان رسېږي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو (یوناما) هم د ملکي تلفاتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده ګړه او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوبه ته پام وکړي.
څه موده مخکې ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، چې د هلمند د خلکو د لاریون سبب شو، همدا راز زابل ولایت کې د طالبانو په موټړ بم برید کې عام وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د یونما ژورې اندېښنه او غبرګون یې له ځانه سره درلود.