کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روان تعلیمی کال کښی به ټولی بندی ښوونځی پرانیستل سی

10 میزان 1398 ساعت 10:55

روان تعلیمی کال کښی به ټولی بندی ښوونځی پرانیستل سی


کندهار والی حیات الله حیات یادی څرګندونی دشېرزاد تعلمی مرکز څخه دزده کوونکو دفراغت په غونډه کی وکړې.
دیاد تعلمی مرکز څخه  ۲۳۰ تنه زده کوونکی دانکلیسی، کمپیوټر او عصری زده کړو په برخه کی فارغ سول.
شېرزاد تعلیمی مرکز، چی څلورکاله وړاندی په تعلمی برخه کی فعالیت پیل کړی، څلورمه دوره کی ۲۳۰ تنه ځوانان ټولنی ته دخدمت په موخه وړاندی کړل.
دغه فراغت غونډه چی یوه شخصی صالون کی نیول سوې وه دکندهاروالی حیات الله حیات ترڅنګ د پوهنی رئیس، د ولایتی شورا غړو او دیاد تعلمی مرکز استادانو او زده کوونکو هم ګډون کړی ؤ.
مراسمو کی دښېرزاد تعلیمی مرکز مسئولینو وویل، چی وروستۍ دوره کی یې ۲۳۰ تنو ځوانانو ته دانګلیسی، کمپیوټر او عصری زده کړو په برخه کی زده کړی ورکړی او ټولنی ته یې دخدمت په موخه وړاندی کوی .
دغه راز کندهار والی حیات الله حیات هم غونډه کی دیاد تعلیمی مرکز دفعالیت ستاینه وکړل او هیله یې وښودل چی په تعلیمی برخه کی خپلو خدمتونو ته دوام ورکړی .
هغه دکندهارپوهنیز بهیر ته په اشارې سره ډاډ وړاندی کړ چی دپوهنی بهیر به پیاوړی او دټولو بندو ښوونځیو دپرانیستلو ترڅنګ اړین خدمات هم چمتو کړی .
والی وویل، چی دپوهنی ریاست کی فساد ورته دزغم وړنه دی هیکله به هیڅ چاته اجازه ورنه کړی چی دغه مهم سکټور متاثره کړی .
دیادونی وړ ده چی مراسمو کی نورو ویناوالو هم دتعلیم پر اړه خبری وکړې او دفارغه ځوانانو څخه یې وغوښتل چی په مسلکی ډول لوړی زده کړی هم ترلاسه کړی .
دمراسیمو وروستیو کی فارغه زده کونکو ته فراغلت لیکونه او ښوونکو ته ستاینلیکونه هم ورکول سول


د مطلب کود: 192436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192436/روان-تعلیمی-کال-کښی-ټولی-بندی-ښوونځی-پرانیستل-سی

آوا
  https://www.avapress.com