کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روان کال کې ۳۰۰ زره افغانان له خپلو مېنو کډه شوي

13 میزان 1398 ساعت 14:27

په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د دوام له امله په روان میلادي کال کې نږدي ۳۰۰ زره تنه د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.


په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د دوام له امله په روان میلادي کال کې نږدي ۳۰۰ زره تنه د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي چې د ناامنیو، جګړې او طبیعي پیښو له امله بشر دوستانه مرستو ته د اړمنو کچه ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې ده.
دغه نړیوال بنسټ ویلي چې په ټول افغانستان کې ډیری بې ځایه شوي ناوړه وضعیت کې دي او د جګړې او بې وزلۍ له امله نشي کولای خپلو کورونو ته ستانه شي.
د دغه راپور له مخې، په دوه زره اتلسم کال کې د دوه سوه پنځه څلویښت زره تنو له ډلې څخه چې د افغانستان لویدیځ کې د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي،لا هم درې شپیته زره تنه یې خپلو کورونو ته ندي ستانه شوي.
دې راپور کې راغلي دي چې د کورنیو بې ځایه شویو سربیره،سږکال کابو څلور سوه زره تنه د ایران او پاکستان هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 192581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192581/روان-کال-کې-۳۰۰-زره-افغانان-له-خپلو-مېنو-کډه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com