دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 192600
پاکستاني چارواکو له خپلو ملیشو سره لیدلي
د طالبانو د قطر سیاسي پلاوی اسلام اباد ته په یو سفر تللی چې هلته له پاکستاني چارواکو پوښتنه وکړي، چې له افغان حکومت سره څنګه سوله وکړي. اسلام اباد کې دا ځل د طالبانو سیاسي پلاوی ښکاره راڅرګند شو، دوی هر کله اسلام اباد کې ملاقاتونه لري او د هغه هېواد له څارګرې ادارې لارښوونې اخلي.
د طالبانو د قطر سیاسي پلاوی اسلام اباد ته په یو سفر تللی چې هلته له پاکستاني چارواکو پوښتنه وکړي، چې له افغان حکومت سره څنګه سوله وکړي.
اسلام اباد کې دا ځل د طالبانو سیاسي پلاوی ښکاره راڅرګند شو، دوی هر کله اسلام اباد کې ملاقاتونه لري او د هغه هېواد له څارګرې ادارې لارښوونې اخلي.
دا کومه نوې خبره نه ده چې د طالبانو مشران په اسلام اباد کې راښکاره کیږي، خو دا ځل په دومره توپير چې ګنې د سولې خبرو په تړاو بحث کوي.
د پاکستان څارګره اداره او نور چارواکي هر کله طالبانو سره تماس کې وي او د جګړې رهبري یې کوي، د طالبانو مشران، اسلام اباد، لاهور، کویټه او پيښور کې دي او هر کله چې وغواړی له پاکستان چارواکو سره ګوري او نوي امرونه ترې اخلي.
د دې امرونو د تطبیق په بدل کې طالبان امکانات ترلاسه کوي او کورنۍ یې تضمین ده.
تاسو په یو عکس کې ولیدل چې ملا عبدالغني برادر څنګه د پاکستان د ای ایس ای جنرال فیض غیږ کې نیسي.
ملا برادر هیر کړل چې اته کاله د همدې ای ایس ای په زندان کې یې څنګه تېر کړل، څه ډول شکنجې یې ورکړلې، څه ډول یې وواژه او بیرته یې ژوندی کړ، خو د دې پر ځای چې یواځې له غروره ډک لاس ورکړي، کلک یې غیږ کې ونیو او جنرال فیض پرې وخندل.
د فیض خندا هم له دې کبله ده چې یو سپک افغان یې څنګه اته کاله شکنجه کړ، خو بیا یې هم کلک غیږ کې نیسي.
د دې څو لاملونه
کیدلی شي، یو دا چې د ملا برادر و امثالهم ټولو کورنۍ پاکستان کې یرغمل دي او هر کله چې دوی د پاکستان امر و نه منی، کورنۍ یې ورته له منځه وړي.

بله دا چې دا خلک اوس پوره بلک میل شوی او هیڅکله نه شي کولی چې د پاکستان له ګټو تېر شي.
بل لامل یې دا دی چې طالبانو لپاره پاکستان سیاسي قبله ده او هیڅکله ترې مخ نه اړوي.
همدا پاکستان دی چې دوی لپاره یې د جګړې ډګر تود ساتلی دی.
همدا پاکستان دی چې د دوی لپاره خواړه او اوبه برابروي، همدا پاکستان دی چې د جګړې مشروعیت یې ورکړی دی.
همدا پاکستان دی چې د طالبانو لپاره یې جنګي فابریکې خپل ملک کې پرانستې.
همدا پاکستان دی چې د ترهګرو مرکزونه یې ورته جوړ کړی او هره میاشت سلګونه ترهګر ترې فارغ کیږي.
نو طالبان مجبور دي چې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه وکړي او د جګړې په بدل کې د سولې په میز د پاکستان غوښتنې مطرح کړي.
طالب مشران چې لویدلي، سپک او ذلیله دي، د پردیو اولادونه د جنت او دوزخ په نوم د جګړو لیکو ته استخداموي او طالب مشران د دې په بدل کې زیات امکانات ترلاسه کوي چې کورنۍ یې ارام او هوسا ژوند ولري.
زه باور لرم چې نه به دا ځل پاکستان او نه هم طالبان دې ارمان ته ورسیږي چې یو ځل بیا امارتي نظام حاکم او د پاکستان ګټې په افغانستان کې حاکم کړي، اوس افغانان فکر طالب او پاکستان د یو بل بادار او غلام پيژني او افغانان داسې ځواکونه لري چې د طالب په څېر سل نورې ترهګرې ډلې پرې هم برلاسي نه دي.
https://avapress.com/vdcdzx0fzyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته