دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 192605
د ټرمپ په امر پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر سوي دي
د ټرمپ په امر په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ډېر شوي دي. د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي، وروسته تر دې چې ټرمپ له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو اعلان وکړ، ورسره جوخت یې ددغه ډلې پر ضد د عملیاتو د ډېرېدو سپارښتنه هم وکړه.

دده په وینا له همدې سره د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ډېر شوي دي. مارک وایي چې په دې عملیاتو کې طالب وسله والو او ددوی مشرانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پنټاګون مشر دا هم وویل، چې افغان پوځیان په ځمکنیو عملیاتو کې ډېره ونډه اخلي او د امریکايي پوځيانو هوايي ملاتړ له ځان سره لري.
د پنټاګون ځینو نورو چارواکو هم امریکايي رسنیو ته ویلي، چې تر دې دمه د طالبانو پر ضد د عملیاتو کمولو یا د جګړې په ډګر کې د بدلون راوستلو په اړه کومه لارښوونه نه ده ورته شوې.
https://avapress.com/vdciurazwt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته