کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ددفاع وزیر:

د ټرمپ په امر پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر سوي دي

13 میزان 1398 ساعت 18:46

د ټرمپ په امر په افغانستان کې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه ډېر شوي دي. د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي، وروسته تر دې چې ټرمپ له طالبانو سره د خبرو د لغوه کېدو اعلان وکړ، ورسره جوخت یې ددغه ډلې پر ضد د عملیاتو د ډېرېدو سپارښتنه هم وکړه.

دده په وینا له همدې سره د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ډېر شوي دي. مارک وایي چې په دې عملیاتو کې طالب وسله والو او ددوی مشرانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پنټاګون مشر دا هم وویل، چې افغان پوځیان په ځمکنیو عملیاتو کې ډېره ونډه اخلي او د امریکايي پوځيانو هوايي ملاتړ له ځان سره لري.
د پنټاګون ځینو نورو چارواکو هم امریکايي رسنیو ته ویلي، چې تر دې دمه د طالبانو پر ضد د عملیاتو کمولو یا د جګړې په ډګر کې د بدلون راوستلو په اړه کومه لارښوونه نه ده ورته شوې.

د مطلب کود: 192605

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192605/د-ټرمپ-په-امر-پر-طالبانو-هوايي-بریدونه-ډېر-سوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com