دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 192608
ټاکنو کميسيون: د بايوميټرک يو شمېر ماشينونه او ميموري کارډونه نادرکه شوي
د ټاکنو کميسيون غړي مولانا عبدالله نن په کابل خبري غونډې ته وويل، چې يوازې کابل کې د بايو ميټرک اووه ماشينونه ورک شوي او زورواکانو د ۲۲ بايوميټرک ماشينونو ميموري کارټونه غلا کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي، په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو سيمو کې د بايوميټرک ماشينونه او ميموري کارډونه نادرکه شوي دي.
د ټاکنو کميسيون غړي مولانا عبدالله نن په کابل خبري غونډې ته وويل، چې يوازې کابل کې د بايو ميټرک اووه ماشينونه ورک شوي او زورواکانو د ۲۲ بايوميټرک ماشينونو ميموري کارټونه غلا کړي دي.
ښاغلي عبدالله زياته کړې، چې د کابل سربېره په نورو سيمو کې د بايوميټرک ماشينونه نادرکه شوي او د رايې اچوونو د دې مرکزونو د
رايو شمېر په اړه به وروسته پرېکړه کيږي.
د ټاکنو کميسيون ياد غړي زياته کړې، چې تر اوسه د ۲۱زرو مرکزونو رايې ور رسېدلي او د ۶ زرو مرکزونو رايې سکن شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې د ۲۲ زرو مرکزونو رايې کابل ته رارسېدلي او د نورو ولايتونو حساس مواد به هم د نن ورځې تر پایه کابل ته راورسېږي.
ښاغلي عبدالله ټينګار کړی، چې د بايوميټرک ماشينونو له رسېدو وروسته به په دوو مرحلو کې ټولې رايې پاکې شي.
د هغه په وينا په لومړۍ مرحله کې به بايوميټرک او غیر بايوميټرک رايې سره جلا کړي او ورپسې به د بايوميټرک شوو رايو کې د نورو تخنيکي ستونزو څېړنه وکړي.
مولانا عبدالله وويل، د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې مياشت په ۲۷مه اعلان شي.
د روانې تلې مياشت په شپږمه ولسمشريزو ټاکنو کې ۱.۲ ميليونه خلکو رايه اخيستې وه، خو دوه ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان کړی و، چې دوه ميليونه کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
https://avapress.com/vdcbg5b8wrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته