دکندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د صنعت کارانو د اتحاديې له غړو سره د هغوئ د ستونزو د حل په موخه وکتل.
دکندهارولایت مقام مرستیال دصنعتکارانو اتحادیې ستونزي واورېدې
14 میزان 1398 ساعت 12:21
دکندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د صنعت کارانو د اتحاديې له غړو سره د هغوئ د ستونزو د حل په موخه وکتل.
دکندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د صنعت کارانو د اتحاديې له غړو سره د هغوئ د ستونزو د حل په موخه وکتل.
راغلو صنعت کارانو لومړی د ولايت مقام مرستيال ته د خپلو توليداتو يو شمېر نمونې وښودلې او زياته يې کړه، چي صنعت کاران په سختو حالاتو کي د کورنيو توليداتو د کيفيت لوړولو په موخه هڅه کوي.
هغوئ د خپلو فابريکو اړوند د ملکيت د سندونو د ژر ورکړي، برق د نشتون او يو شمېر نورو برخو کي د ستونزو يادونه وکړه او د ولايتي ادارې څخه يې د هغه د حل په موخه د امکان تر حده د همکاريو غوښتنه وکړه.
د ولايت مقام مرستيال د هغوئ د فعاليتونو قدردانی وکړ او زياته يې کړه، چي د هيواد بقاء د هيواد په اقتصادي ازادۍ پوري تړلې ده او اقتصادي ازادي هغه وخت ترلاسه کېدلای سي، چي د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره کار وسي.
ښاغلي منيب د راغلو صنعت کارانو ستونزي پرځای وبللې او د ولايتي ادارې په استازيتوب يې ورته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
د مطلب کود: 192633