کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تکواندو برخه کې د ځوانانو المپیک څخه مډال ګټونکی، نثار احمد عبدالرحیم زی ناهیلی شوی دی

14 میزان 1398 ساعت 15:19

د افغانستان تکواندو برخې پیاوړی لوبغاری نثار احمد عبدالرحیم زي، له تکواندو لوبو څخه خپله مخه ښه، پر خپل فېسبوک پانه اعلان کړه.
دغه اتلس کلن لوبغاری چې د ځوانانو المپیک څخه يې د برنزو مډال افغانستان ته ګټلی اوس د هېواد المپیک او دولت څخه ډیر ناهیلی بريښي او وايي چې د نړۍ په کچه یې د افغانستان بیرغ ورپاوو، خو له ستنېدو ورسته ورته هېڅ راز پاملرنه نده شوې.

نثار وايي ،هغه وخت نه چې له آرجنتاین هېواد څخه د ځوانانو المپیک سیالیو څخه مډال راوړ، ورته د المپیک او دولت لخوا ژمنې وشوې، چې تر اوسه هېڅ ډول توجو ورته نده شوې، دی وايي، چې په ستونزمن حالت کې يې هېواد ته ویاړ راوړ خو اوس يې مډال ارګ کې پرورت دی او هېڅ  ډول ستاینه او پاملرنه ورته نده شوې.
ښاغلی نثار د دولت تر څنګ د هېواد پر المپیک هم نیوکه لري چې، د دې او نور هغه لوبغاړو تر منځ توپیر نشته چې په ټیټه کچه مډال ګټي، دی وايي، چې المپیک سیالۍ د نړۍ تر ټولو مهمې او ستونزمنې سیالۍ بلل کیږي چې د نړۍ ټول پیاوړي او نامتو لوبغاړي پکې ګډون کوی، او په داسې سیالیو کې د مډال ګټل د هرچا کار ندی او باید ورته په درنه سترګه وکتل شي. المپیک سیالۍ  په څلور کلونو کې یو ځل ترسره کیږي، او تر ټولو مهمې سیالۍ بلل کیږي، چې افغانستان د دغو سیالیو په تاریخ کې درې مډاله ګټلي، چې لومړي هغه یې د ۲۰۰۸ کال المپیک سیالیو کې روح الله نیکپا د تکواندو برخه کې او دویم مډال بیا هم روح الله نیکپا  ۲۰۱۲ کال المپیک څخه د افغانستان په نوم کړی، او دریمه مډال د نثار احمد عبدالرحیم زي لخوا د ځوانانو المپیک کې افغانستان ته تر لاسه شو.

د مطلب کود: 192645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192645/تکواندو-برخه-کې-د-ځوانانو-المپیک-څخه-مډال-ګټونکی-نثار-احمد-عبدالرحیم-زی-ناهیلی-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com