کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان: لاریون کوونکي د طالبانو تر محاصرې لاندې ۱۵۰ سرتېرو د خلاصون غوښتنه کوي

15 میزان 1398 ساعت 17:31

د افغان خبری آژانس د راپور له مخې، لاریون کوونکي د ولایت مقام ودانۍ مخې ته راټول شوي او ددې ولایت له امنیتي مسئولینو غواړي، چې د جوزجان ولایت په «درزاب» ولسوالۍ کې ۱۵۰ محاصره سرتېري د طالبانو له منګولو خلاص کړي.


د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ولایت مقام د ودانۍ مخې ته د هغو ۱۵۰ دولتي سرتېرو د خلاصون غږ پورته کړی، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.
د افغان خبری آژانس د راپور له مخې، لاریون کوونکي د ولایت مقام ودانۍ مخې ته راټول شوي او ددې ولایت له امنیتي مسئولینو غواړي، چې د جوزجان ولایت په «درزاب» ولسوالۍ کې ۱۵۰ محاصره سرتېري د طالبانو له منګولو خلاص کړي.
لاریون کوونکي وایي، که حکومت د محاصره سرتېرو د خلاصون لپاره ګام پورته نکړي، انساني ناورین به رامنځته شي.
د جوزجان ولایت امنیه قوماندان «عبدالواحد وجدان» هم په درزاب ولسوالۍکې امنیتي ستونزې مني او په خبره یې، هڅه کوي محاصره سرتېري له طالبانو وژغوري.
یاده دې وي، چې تېره دوشنبې شپه طالبانو د درزاب ولسوالۍ په ودانۍ باندې برید وکړ او د ولسوالۍ په ودانۍ کې مېشت سرتېري یې محاصره کړل.
طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته تللې لارې په ماینونو پوښلي او په دې توګه یې د ځمکني کومک لاره بنده کړې.


د مطلب کود: 192708

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192708/جوزجان-لاریون-کوونکي-د-طالبانو-تر-محاصرې-لاندې-۱۵۰-سرتېرو-خلاصون-غوښتنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com