کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې شوه

16 میزان 1398 ساعت 13:56

عايشه خرم د ۲۰۱۹ کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازي په توګه غوره شوه.


عايشه خرم د ۲۰۱۹ کال لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازي په توګه غوره شوه.
عایشه خرم په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازي د ټاکلو په سیالیو کې له بري وروسته دغه پوسټ ته وټاکل شوه.
دغه سیالي د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۷ (د تلې ۱۵) د "اندیشه وران" موسسې او د جرمني د سفارت لخوا د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې شوه.
د آغلې خرم په څنګ کې، رشاد هامر او پښتنې درانۍ هم د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لاره موندلې وه. د سیالۍ ګډونوالو د سولې لپاره د سرو کرښو تر عنوان لاندې د داورانو پر وړاندې وینا کړې وه.
په دغې سیالۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان استازي، تدامیچي یماماتو، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین، ادریس زمان، په افغانستان کې د جرمني سفیر او د اندیشه وران موسسې اجرايي مسئولې سوفیا رامیار برخه اخیستې وه چې د دغې سیالۍ داوران هم دوي وو.

 
ټاکل شوې چې آغلې خرم به د ملګرو ملتونو په سازمان کې د سږکال دسمبر له میاشتې څخه وراخوا د یو کال مودې لپاره د افغان ځوانانو استازیتوب وکړي. هغه په ملګرو ملتونو کې افغان ځوانانو په وړاندې شته ستونزې او له هغو څخه د وتلو لارې چارې د نړۍ د نورو هیوادونو له ځوانانو سره شریکوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازيتوب لپاره د ټول افغانستان څخه ۶۰ کسانو سیالي وکړه چې له ډلې یې څلور کسانو وکړی شول چې وروستي پړاو ته لاره ومومي.
تیر کال په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازیتوب، رامز بختیار کړی و.


د مطلب کود: 192742

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192742/عایشه-خرم-په-ملګرو-ملتونو-کې-د-افغان-ځوانانو-استازې-شوه

آوا
  https://www.avapress.com