دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 192772
دګاونډيوهيوادونوڅخه دچرګانو قاچاک کندهارکي دتوليدي چرګانوبازار سوړ کړی
کندهار کي دچرګانو شاخوا پنځه سوه فارمونه فعاله دي، چي دکندهار دچرګانو دغوښي او هګيو اړتيا يې پوره کړېده، خو کاروباريان يې ددولت څخه دواردېدونکو او قاچاکي چرګانو دمخنيوي غوښتنه کوي.
کندهار کي دچرګانو شاخوا پنځه سوه فارمونه فعاله دي، چي دکندهار دچرګانو دغوښي او هګيو اړتيا يې پوره کړېده، خو کاروباريان يې ددولت څخه دواردېدونکو او قاچاکي چرګانو دمخنيوي غوښتنه کوي.
کندهارکي دامهال دچرګانو دروزني فارمونه تر پنځه سوه اوړي، چي دغوښي ترڅنګ يې په بازار کي دهګيو اړتيا هم پوره کړېده.
خو په دې برخه کي بوخت کاروباريان وايي، دکافي برېښنا نشتوالي او دکاونډيو هيوادونو څخه په قاچاکي ډول دراتلونکو چرګانو نه مخنيوی ددې سبب سوی، چي بازار کمزوری او دعرضې او تقاضا سيسټم خراب کړي.
دچرګانو
دفارمونو داتحاديې مشر عبدالرازق وايي، که دولت دقاچاکي چرګانو مخنيوی ونه کړي، نو فارمونه به دزيان سره مخ او وتړل سي .
بلخوا بيا دچرګانو قصابان وايي، چي تربهرنيو چرګانو وطني چرګان ښه بازار لري ځکه غوښه يې تازه او غذايې وطني ده .
په کندهارکي  دکرهڼي او مالدارۍ مسئولين هم ياده ستونزه مني او وايې دمخنيوي له پاره يې لاس په کار سوي دي.
حفيظ الله سيدي وايي دايران اوپاکستان سره پراخه فرضي کرښه ددې سبب سوې، چي دقاچاک مخنيوی ګران کړي .
ديادوني وړده، چي دچرګانو دفارمونو ترڅنګ کندهارکي دوطن دانې په نوم ددانې توليدونکي فابريکه او دمرضونو ددرملني يوکلينيک هم فعال دی، چي په ياده برخه کي يې هم پر بهرنيو هيوادونو تکيه کمه کړېده .
https://avapress.com/vdcd5x0fxyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته