دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 192822
ترکي پوځيانو د سوريې شمال کې عمليات پيل کړل
ترکي پوځيانو د سوريې شمال کې عمليات پيل کړي او کېدای شي هلته يې د امريکا له متحدينو کردي ملېشو سره شخړې رامنځته شي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د دې عملياتو اعلان کړی دی.
ترکي پوځيانو د سوريې شمال کې عمليات پيل کړي او کېدای شي هلته يې د امريکا له متحدينو کردي ملېشو سره شخړې رامنځته شي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د دې عملياتو اعلان کړی دی.
د سوريې شمال کې د کردانو ديموکراتيکو ملېشو ويلي، ترکي الوتکو ملکي سيمې په نښه کړي او د امریکا په ګډون له نړيوالې ټولنې يې د ترکي پوځيانو د عملياتو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
رجب طيب اردوګان وايي، هڅه کوي، د سوريې شمال کې خوندي سيمه رامنځته کړي، په ترکيه کې مېشت ۳۶ لکه سوريايي کډوال بېرته دغې سيمې ته ولېږدول شي، خو لومړی بايد ياده سيمه له کردي ملېشو پاکه کړی شي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ خبرداری ورکړی و، که ترکيې د سوريې په شمال کې عمليات پيل کړل، دی به د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، ترکي پوځيانو د سوريې شمال کې پر «نصیبين» او «جيلان» ښارونو بریدونه پيل کړي او «حسکه» سيمه کې يې د تېلو زېرمې هم بمبار کړي دي.
د بریدونو موخې
د ترکيې دفاع وزارت وايي،ترکي پوځيانو  نن پر ځايي وخت مازديګر څلور بجې يې د ترکيې پولې ته څېرمه د ترهګرو ډلو خوندي پټنځايونو او لارو پر خلاف عمليات پيل کړي او په وينا يې دغه ترهګر د ترکيې ملي امنيت ته ګواښ پېښوي.
ترکيه وايي، د عملياتو له پيلېدو وړاندې يې امريکا، برتانيې، روسيې، جرمني، فرانسي، ايټاليې، ملګرو ملتونو
او ناټو ته خبر ورکړی و.

نړيوال غبرګونونه

برتانيې، فرانسې او ناټو په دې اړه خپل غبرګونونه ښودلي دي.
برتانيې او فرانسې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ويلي، د ترکيې پولې ته څېرمه د ترهګريزو ګواښونو په اړه د ترکيې حکومت اندېښنې سمې دي، خو په دې اړه بايد له جدي احتیاطه کار واخيستل شي.
د امریکا حکومت تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو جمهوري پلوو سناتور لنډسي ګراهام کانګريس کې د اردوګان پر ضد غږ پورته کړی او وايي، چې ترکيه بايد د دې بریدو بيه پرې کړي.
https://avapress.com/vdcj88ev8uqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته