د ایران د تېلو وزیر بېژن زنګنه وویل، چې د چین د تېلو شرکت په خلیج کې د ایران د ګازو په زېرمو کې له ۵ میلیاردو ډالرو پانګونې په شا شوی دی. دا مطلب د زنګنه له قوله د ایران د تېلو وزارت پر رسمی ویبپاڼه وروسته له هغه خپرېږی ،چې د امریکا او برېتانیا د سمندری ځواکونو او ایرانی پوځیانو ترمنځ په سیمه کې د تقابل څو پېښې وشوې او پر ایران او چین د واشنګټن فشارونه په زیاتېدو دی.وروسته له دې چې د ۲۰۱۸ م کال په اګېست میاشت کې د فرانسې ټوټال شرکت د جنوبی فارس حوزې له انکشافی پلان څخه لاس واخیست، د چین د تېلو ملی شرکت په دې پروژه کې تر ټولو لویه پانګونه درلوده.