دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 192834
سږ کال به په افغانستان کې ۲۴زره ټنه جلغوزه وشی
د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی وایی، وروستىو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نىالګی اېښوودل شوی او حاصلات به ىې نږدې راتلونکی کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شی.
د کرنې وزارت زمونږ خبریال ته وویل سږ کال د جلغوزې حاصلات ۲۴ زره اټکل کړى او وایی چې دا کچه به د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زىاته وی.
د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی وایی، وروستىو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نىالګی اېښوودل شوی او حاصلات به ىې نږدې راتلونکی کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شی.
د افغان خبری آژانس دخبر له مخی ، سږ کال به د جلغوزې حاصلات لس سلنه د پخوا په پرتله زىات وی او افغانستان به ىې د قاچاقی صادراتو مخه هم ونىسی.
 د
افغانستان جلغوزه له کلونو راهىسې پاکستان ته تلله او له هغه ځاىه به د پاکستان په نوم پروسس او نورې نړۍ ته صادرېدله خو دوه کاله وشول چې افغانستان په خپل نوم او لېبل د نړۍ بازارونو ته جلغوزه صادروی.
د ارقامو له مخې ىوازې تېر کال افغانستان چىن، خلىجی هېوادونو او اروپا ته ۱۷۰۰ ټنه جلغوزه صادره کړې ده.
دا مهال چىن د افغانی جلغوزې تر ټولو لوى بازار دى او افغانستان ورته په ىو کال کې له ۶۰۰ ټنو ډېره جلغوزه د هوایی دهلېزونو له لارې رسولې ده.
هند هم د افغانستان  د وچې مېوې له مهمو بازارونو څخه شمېرل کېږی.
https://avapress.com/vdcc1iqs02bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته