کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۸۵۵۶ د نتایجو پاڼې معلوماتی سیستم ته د داخلېدو لپاره چمتو دی

18 میزان 1398 ساعت 13:17

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو اعلام وکړ، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دی، چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیستم ته ورزیات شی.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو اعلام وکړ، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دی، چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیستم ته ورزیات شی
ددغه کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونو له چارواکو سره په غونډه افغان خبری آژآنس ته وویل: د دوی کارونه په چټکۍ سره پرمخ روان دی او هڅه یې دا ده چې لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلام کړی.
آغلې نورستانۍ وویل: (( تردې مهاله د نتایجو جمع بندۍ ملی مرکز په ټولیز ډول د نتایجو ۱۱۱۲۹ پاڼې ترلاسه کړې. 
له دغو پاڼو ۱۰۴۱۱ پاڼې د نتایجو جمع بندۍ ملی مرکز کې سکن شوی دی.
 د پایلو ۱۰۳۵۷ فورمې تصفیه شوې، د پایلو ۳۵۴۸ پاڼې د د نتایجو جمع بندۍ ملی مرکز کې آرشیف شوې او د پایلو ۸۵۵۶ پاڼې سیستم ته دننه کولو ته چمتو دی.))
د ټاکنو کمېسیون رییسې وویل: ددغه کمېسیون ډیجیټال سنټر ته د ۲۱۹۵۸ محلونو پایلې رسېدلې او ۱۴۵۰۰ یې پروسس شوې.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د انتخاباتو په ورځ په هېواد کې د رای اچونې ۲۶۵۶۸ محلونه پرانیستل شوی وو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهره بیان شینوارې وویل: دوی تردې مهاله په هېواد کې ۴۵۲۸ شکایتونه ترلاسه کړی دی.آغلې شینوارې وویل، چې دغه شکایتونه په ۳۲ کټګوریو وېشل شوی او په لومړی سر کې په ولایتی دفترونو کې ارزول کېږی.
هغې یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپل کارونه په پوره شفافیت او بې طرفۍ مخته وړی او تورې او سپینې رایې به سره جلا کړی.
ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه و شوې او په پام کې ده لومړنۍ پایلې یې د روانې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه نېټه اعلام شی.


د مطلب کود: 192837

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192837/۸۵۵۶-د-نتایجو-پاڼې-معلوماتی-سیستم-ته-داخلېدو-لپاره-چمتو-دی

آوا
  https://www.avapress.com