دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 192881
سیاسي فعال نظر محمد مطمئن له وسله وال برید څخه روغ وتلی
تومانچه مې له برید کونکي څخه یوړه، خو برید ګر وتشتید کابل مېشتی سیاسي او سوله ییز فعال نظر محمد مطمئن له یوه وسله وال برید څخه ژوندی وتلی. مطمئن په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي ” د جمعې لمانځه وروسته همدا څو شیبې مخکې پر ما ډزې وشوې، الحمد لله! ثم الحمد لله! زه بچ شوم. سړی په داسي حال کې وتشتید چې د ملی امنیت دوه کسان همدلته زمونږ د کور سره دستی نږدې ولاړ او سړی وتښنید.. امنیت والو ته مې وویل چې برید کونکی منډې وهی، خو هغوی سبیني سترګې ولاړ وو”
کابل مېشتی سیاسي او سوله ییز فعال نظر محمد مطمئن له یوه وسله وال برید څخه ژوندی وتلی.
مطمئن په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي ” د جمعې لمانځه وروسته همدا څو شیبې مخکې پر ما ډزې وشوې، الحمد لله! ثم الحمد لله! زه بچ شوم.
سړی په داسي حال کې وتشتید چې د ملی امنیت دوه کسان همدلته زمونږ د کور سره دستی نږدې ولاړ او سړی وتښنید.. امنیت والو ته مې وویل چې برید کونکی منډې وهی، خو هغوی سبیني سترګې ولاړ وو”
 
نوموړي زیاته کړې ” تومانچه مې له برید کونکي څخه یوړه، خو برید ګر وتشتید.”

نظر محمد مطمئن د سیاسي چارو شناند دی، چې له زیاتې مودې راپدېخوا د سولې په برخه کې هڅې کوي، نوموړي ته تر دې وړاندې هم د نامعلومو کسانو له لوري ګواښونه شوي او کابو یوه میاشت یې د ملي امنیت زندان  هم  تېر کړی.

 
https://avapress.com/vdcevw8zzjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته