کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: پولیسو ځانمرګی بریدګر ونیوی

20 میزان 1398 ساعت 11:44

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې برید ګر له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ اغوستی وو او غوښتل یې چي په کندهار ښار کي په کوم هدف ځای ځانمرګی برید وکړي چي د کندهار ښار د سرپوزې محبس مخته د پولیسو له لورې نیول سوی دی.


د کندهار پولیس وایي چي یو ځانمرګی بریدګر یي نیولی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې برید ګر له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ اغوستی وو او غوښتل یې چي په کندهار ښار کي په کوم هدف ځای ځانمرګی برید وکړي چي د کندهار ښار د سرپوزې محبس مخته د پولیسو له لورې نیول سوی دی.
بارکزی وایي چي له یاد ځانمرګي بریدګر سره یو موټر او د هغه لارښود هم نیول سوی دي.
د نوموړي په وینا پولیسو په دې اړه له مخکې استخباراتي معلوماتو درلودل او نن سهار يې د تلاښۍ پر مهال ونیوی.


د مطلب کود: 192897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192897/کندهار-پولیسو-ځانمرګی-بریدګر-ونیوی

آوا
  https://www.avapress.com