کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت په ګمرکونو کې ترانزیټي او سوداګریز توکي پلټي

20 میزان 1398 ساعت 13:26


سوداګر وایي چي د مالیې وزارت په ګمرکونو کې د ټولو ترانزیټي او سوداګریزو توکو پلټل پیل کړي دي. 
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، له دې وړاندې د پاکستان له لارې ترانزېت کېدونکي توکي به د یوه پروسیجر او وزن ټاکل کېدو له مخې له پنځوس زره څخه تر شپږ سوه زره افغانیو پورې محصول کېدل او نور توکي به له تشریح وروسته محصول کېدل. 
هغه دا هم ویلي؛ اوس د ماليې وزارت پرته له دې، چې له خصوصي سکتور سره یا همغږي وسي او یا هم خپل ظرفیتونه لوړ کړي وایی ټول وارداتي توکي دانه دانه پلټل کیږي، چې له کبله يي زرګونه موټرونه درېدلي وي. 
د ماليي وزارت مسوولین بیا د خصوصي سکټور دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي، چې د ماليي وزارت خپل ټول پروګرامونه له خصوصي سکټور سره په همغږۍ پیل کړي دي. دوی دا هم ويلي، چې د ګمرکاتو د قانون له مخې باید ټول واردېدونکي توکې وپلټل سي.


د مطلب کود: 192908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192908/حکومت-په-ګمرکونو-کې-ترانزیټي-او-سوداګریز-توکي-پلټي

آوا
  https://www.avapress.com