دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 192914
د لسګونه افغانانو قاتل «شیخ عمر» ونیول شو
د فقیر احمد چې په شیخ عمر مشهور وو د نیولو خبر ملي امنیت خبریال ډاټ کام ته ورکړ. دغه ترهه ر د غور او هرات پر لویه لاره لسګونه افغانان په دې تور شهیدان کړي چې یا یې خپل خپلوان په حکومت کې کار کاوه یا هم دوی حکومتي مامورین وو.
د فقیر احمد چې په شیخ عمر مشهور وو د نیولو خبر ملي امنیت خبریال ډاټ کام ته ورکړ.
دغه ترهه ر د غور او هرات پر لویه لاره لسګونه افغانان په دې تور شهیدان کړي چې یا یې خپل خپلوان په حکومت کې کار کاوه یا هم دوی حکومتي مامورین وو.
د غور چارواکي بیا وايي چې دغه ترهه ر به همېشه خپلو ځواکونو ته پر لویه لاره د کسانو د وژلو امر ورکاوه او پخپله به په یوه خوندي ځای کې اوسېده .
که څه هم دغه ترهه ګر هم لاس په طالبانو پوري نیولي ،خو د هغه کړنې له طالبانو سره فرق کوي او ښايي د طالبانو مشران چې ډېره برخه یې په پاکستان یا قطر کې ژوند کوي‌نه وي خبر.‌
تر دم ګړیه لا روښانه نه ده چې له دې ترهه ګر سره به څه چلند کېږي خو د غور یوه ځايی اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ډاټ کام ته وویل چې :
« فقیر احمد چې په شیخ عمر مشهور وو ډېر ظالم او جابر انسان وو، هغه تر ډېره بریده په عام ډول خلک قتلول او دا لاره یې دومره نا ارامه کړې وه چې تګ راتګ ورباندي شونی نه وو. »
خلک وايي چې فقیر احمد چې په شیخ عمر مشهور وو په غلا غدیو او له خلکو نه په زور په پیسو اخیستلو هم تورن وو او تر ډېره بریده یې خپلسري «طالبان» د چا د حکم پابند نه وو.
د غور والي غلام ناصر خاضع هم ددغه ترهه ګر د نیولو تاید کړی او ویلي دي چې نیول شوی شیخ اوس د ملي‌امنیت تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دی .
غور چې یو دافغانستان له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی ،دا ډول اشخاصو یې په امنیت او د خلکو پر ژوند ژور منفي‌اغیز کړی دی .
خلک وايي چې ورته نیول شوي‌ترهه ګرباید په عاجله توګه محاکمه او قانون پر پلی شي . څو خلک وکولای شي‌ چې په ارامه ژوند وکړي .
 
https://avapress.com/vdcb85b8arhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته