دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 192917
په شپږیزه لیګ کې بوست ساتونکو لومړۍ بریا خپله کړه
د افغانستان د کورنیو سیالیو شپږیزه لیګ په اتمه سیالۍ کې بوست ساتونکو د ګلبدین نایب په مشرۍ امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
د افغانستان د کورنیو سیالیو شپږیزه لیګ په اتمه سیالۍ کې بوست ساتونکو د ګلبدین نایب په مشرۍ امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
د دغې لوبې پچه د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نایب وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړي په سوځېدو سره امونهنګانو ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.
د بوست ساتونکو لپاره په توپ وهنه کې ګلبدين نايب ۹۱، حشمت الله شهيدي ۳۳ او دروېش رسولي ۲۷ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.
د امو نهنګانو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ضيا الرحمن شريفي درې او روښان بارکزي یو لوبغاړی له مخې پورته کړ او مقابله لوبډله یې پرېنښوده چې هدف لوړ کړ.
د ۱۷۷ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې او سیالی یې د ۱۵ منډو په توپیر بایلوده.
د امو نهنګانو لوبډلې لپاره ابراهيم ځدراڼ ۳۵، منير احمد ۳۰، عثمان غني ۲۵ او رحمت شاه ۲۳ منډې وکړې ، خو هدف یې ترلاسه نکړ.
د بوست ساتونکو له لوري ګلبدين نايب درې، ضيا الرحمن اکبر دوه ، نصرت الله او مسلم موسی یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدين نايب ته ورکړل شوه، چې د ۹۱ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه او په توپ اچونه کې يې بيا د ۲۲ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.
د شپږيزې کرکټ ليګ په اتمه سيالۍ او بوست ساتونکو په خپله دریمه سيالۍ کې لومړۍ بريا خپله او دوه نومرې يې ترلاسه کړې.
د يادولو ده همدا شېبه د شپږيزې کرکټ ليګ په ۹مه سيالۍ کې مس عينک اتلان او د سپين غر زمريان په سیالۍ کې مخ شوي دي.
د دې سیالۍ پچه سپین غر لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی دا مهال په پنځو اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۰ منډې کړي دی.
د سپین غر لوبډلې له لوري کریم صادق او شبیر نوري سوځېدلي دي دوی دواړه په پیل کې وسوځېدل.
https://avapress.com/vdcezw8zfjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته