دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 192918
انیل کمبل د پنجاب لوبډلې مشر روزونکئ وټاکل شو
د هندوستان کریکټ ملي لوبډل پخوانی لوبغاړی انیل کمبل د راتلوونکي ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو سیزن لپاره د کینکز الیون پنجاب لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وټاکل شو. د هغه ټاکنه له هغې وروسته مخې ته راځي،چې یادې څانګې نیوزیلینډی مایک هېسن سره بیا ځلې قرار داد نوی نکړ او له دندې یې رخصت کړ.
د هندوستان کریکټ ملي لوبډل پخوانی لوبغاړی انیل کمبل د راتلوونکي ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو سیزن لپاره د کینکز الیون پنجاب لوبډلې د مشر  روزونکي په توګه په دنده وټاکل شو.
د هغه ټاکنه له هغې وروسته مخې ته راځي،چې یادې څانګې  نیوزیلینډی مایک هېسن سره بیا ځلې قرار داد نوی نکړ او له دندې یې رخصت کړ.
د کمبل په ټاکلو سره دا پنځم ځل دی چې کینکز الیون پنجاب لوبډله د هر ای پي ایل موسم لپاره نوی روزونکی په دنده ګماري،خو نتیجه یې منفي وي.
لومړۍ په ۲۰۱۴ کال کې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې روزونکی سنجی بنګر و،ورپسې ورېنډر سیهواک،براډ هوج او مایک هېسن وټاکل شول. اوس دا دی انیل کمبل د یادې لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده ټاکل کیږي.
کینکز الیون پنجاب لوبډله په لومړي پړاو ای پي ایل سیالیو کې چې په ۲۰۰۸ کال کې ترسره شوې، سیمي فاینل ته رسیدلي وه، په ۲۰۱۴ کال کې بیا پایلوبې ته رسیدلي وه،خو پایلوبه یې کلکتې لوبډلې ته بایلوده. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال ای پي ایل سیالیو کې د جدول په وروستي اووم او اتم مقامونو کې پاتي شوه.
کینکز الیون پنجاب لوبډله چې سپانسري یې د هند بالیووډ سینما مشهوره فلمي اکټره پریټې ذېنټا په غاړه لري، د یادې لوبډلې سره افغان ورو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ هم لوبې کوي.
د نوي روزونکي په ټاکل کیدو سره داسې تمه کیږي چې پنجاب لوبډله کې به ځینې نوي تغیرات رامخې ته شي او یاده لوبډله به ای پي ایل سیالیو کې مخکې تګ ترلاسه کړي.
یاده دې وي چې انیل کمبل د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کالونو ترمنځ د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه پاتي شوی دی.
دا به یې دریم ځل وي چې یادې لوبډلې سره یو ځای کیږي. لومړۍ د یادې لوبډلې لوبغاړی او لوبډلمشر پاتي وی، بیا د یادې لوبډلې د لارښود روزونکي په توګه پاتي شو او اوس د یادې لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وټاکل شو.
کمبل د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۳۲ ټیسټ لوبو کې(۶۱۹) ویکټې، په  ۲۷۱ یو ورځنیو لوبو کې (۳۳۷) او په ۵۴ شل اوریزو لوبو کې یې (۵۷) ویکټې اخیستي دي.
ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالۍ به په اپریل میاشت کې پیل شي. د یادو سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامي به د روان کال دسمبر میاشتې په نوولسمه نېټه په کلکتې ښار کې ترسره شي. دا لومړۍ ځل دی چې د لوبغاړو نیلامي په کلکته کې ترسره کیږی، لدې وړاندې به د ای پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ پړاو په بنګلور ښار کې ترسره کیده.
https://avapress.com/vdcfy0dycw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته