دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 192933
ترکي پوځيانو پر امريکايي عسکرو بریدونه کړي
د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر ويلي، ترکي پوځيانو د سوريې په شمال کې د عملياتو پر مهال پر امريکايي پوځيانو توغنديز بریدونه کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
امريکا وايي، د سوريې په شمال کې د ترکي پوځيانو له لوري پر امريکايي عسکرو د بریدونو په ځواب کې به پر انقرې سخت بندیزونه ولګوي.
د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر ويلي، ترکي پوځيانو د سوريې په شمال کې د عملياتو پر مهال پر امريکايي پوځيانو توغنديز بریدونه کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د ترکيې دفاع وزارت د امريکايي چارواکو په ځواب کې ويلي، په قصدي توګه يې پر امريکايي عسکرو بریدونه نه دي کړي، خو مارک ايسپر وايي، ترکي پوځيان پوهېدل، چې دغه سيمه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه دي.
د امریکا د ماليې وزير سټيون منوشن ويلي، دوی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ امر ته په تمه دي، تر څو په سوريه کې د ترکي پوځيانو د اضافي عملياتو مخه ونيول شي.
د منوشن په وينا ولسمشر ټرمپ اندېښنه لري، چې کېدای شي د ترکي پوځيانو په عملياتو کې ملکي خلک او مذهبي لږه کي په نښه شي.
د امریکا د ماليې وزير وايي، له دفاع وزارت «پنټاګون» سره په ګډه د حالاتو جاج اخلي او له ارزونې وروسته به پر ترکيې د بنديزونو په اړه ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړي.
امريکايي چارواکي وايي، د بنديزونو د ګواښ له امله به ښايي ترکيه د سوريې په شمال کې خپل عمليات ودروي او که ترکيې خپل عمليات ونه درول، دوی کولی شي، د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي.
په سيمه کې کردي ملېشو ويلي، دوی له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا په ملتيا د داعش ضد جګړې کړي، اوس، چې امریکايي پوځيان له سيمې په وتلو دي، دغلته يو ځل بيا داعش جګړه ماران راپورته شوي او نږدې پنځه زره داعشيان په تېښته بريالي شوي دي.
https://avapress.com/vdcc1iqs12bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته