دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 192988
د نشه یې توکو قاچاق په تور دری تنه نیول شوي دي
ننګرهار ولایت امنیه قوماندانې وایي چې، تیره ورځ یې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې درې تنه د نشه یې توکو قاچاق په تړاو نیولي دي.
د افغان خبری اژآنس د خبر له مخې، تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په روداتو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو او هیرویینو له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په جلال اباد ښار کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پنځه کیلو ګرامه امفتامین کشف او ضبط کړي دي.
د دې قضیو په تړاو درې تنه نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcc4iqs42bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته