کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې عامو خلګو پوهنې وزارت ته د ښوونځیو د جوړولو لپاره ۷۷۵ جریبه ورکړې

21 میزان 1398 ساعت 12:51


د هلمند ولایت د معارف ریاست وايي، ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ولس ۷۷۵ جریبه ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې وزارت ته ورکړې.
سلام وطندار د هلمند د پوهنې ریاست د رییس « داوود شاه صفاري» له قوله لیکي، چې دغه ځمکې د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پوهنې وزارت ته منل شوې، چې له ډلې یې د ځینو د تسلیمیدو کار بشپړ شوی او ځیني په جریان کې دي.
صفاري زیاتوي « پوهنې وزارت هم د تسلیم شویو ځمکو له ډلې په ځینو د ښوونځیو جوړولو چارې پيل کړې».
نوموړی د هلمندیانو ددې نېک اقدام ستاینه کوي او په خبره یې، له دې ګام سره به د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.
هلمند چې د افغانستان له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي، د رسمي شمېرو په اساس دا مهال په دې ولایت کې څه باندې ۷۷ ښوونځي د جګړو له امله تړلي پاتې دي.


د مطلب کود: 192990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/192990/هلمند-کې-عامو-خلګو-پوهنې-وزارت-ته-د-ښوونځیو-جوړولو-لپاره-۷۷۵-جریبه-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com