دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 192990
هلمند کې عامو خلګو پوهنې وزارت  ته د ښوونځیو د جوړولو لپاره ۷۷۵ جریبه ورکړې
د هلمند ولایت د معارف ریاست وايي، ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ولس ۷۷۵ جریبه ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې وزارت ته ورکړې.
سلام وطندار د هلمند د پوهنې ریاست د رییس « داوود شاه صفاري» له قوله لیکي، چې دغه ځمکې د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پوهنې وزارت ته
منل شوې، چې له ډلې یې د ځینو د تسلیمیدو کار بشپړ شوی او ځیني په جریان کې دي.
صفاري زیاتوي « پوهنې وزارت هم د تسلیم شویو ځمکو له ډلې په ځینو د ښوونځیو جوړولو چارې پيل کړې».
نوموړی د هلمندیانو ددې نېک اقدام ستاینه کوي او په خبره یې، له دې ګام سره به د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي.
هلمند چې د افغانستان له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي، د رسمي شمېرو په اساس دا مهال په دې ولایت کې څه باندې ۷۷ ښوونځي د جګړو له امله تړلي پاتې دي.
https://avapress.com/vdcf10dyxw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته