کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي سلام چې د طالب مشر هبت الله نېږدې کس و، د ملا برادر د ساتونکو لخوا وژل شوی

21 میزان 1398 ساعت 16:18


تېره ورځ د کوېټې شورا غړیو په بلوچستان کې د ملا عبد الغني برادر پر کور برید کړی، چې د ملا برادر د ساتونکو په ځوابیه ډ‌زو کې د طالبانو د ډلې د رهبر ملا هبت الله یو نېږدې کس مولوي سلام وژلی شوی دی.
سرچینو خبر ورکړی چې د هبت الله د دغه نېږدې کس ملا سلام مړی له وژل کیدو وروسته د پاکستان فوجیان مقامي روغتون ته انتقال کړی دی.
موثقې منابع خبر ورکوي چې د طالبانو د رهبرۍ په کچه اختلافات شدید شوي دي چې له امله یې ټول مهم او برجسته غړي د مرګ له ډاره پټ ګرځي او یو شمیر خو يي بیخي له کور څخه هم نه وځي.
د سرچینو په وینا د هلمند موسی قلعه کې د هند جزیرې لپاره د القاعده شبکې د مشر عاصم عمر وژل کیدل او د طالبانو د کوېټې شورا د غړیو لخوا د قطر دفتر غړي پدې تورنیدل چې ګواکې دوی د عاصم عمر د اوسید ادرس ورکړی سبب شویدي چې د وسله والو طالبانو تر منځ بې ساري اختلافات راپورته کړي.
څه موده وړاندې هم د کوېټې شورا د رهبرۍ غړیو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا برادر تورن کړی و، چې پدې هڅه کې دی چې د سیمې له هېوادونو سره خپل شخصي او تجاراتي روابط ټینګ کړي، دوی ویلي و چې دغه طالب مشر د دوی ټول اصول نقض کړي او د قطر دفتر مهم غړي یې بې صلاحیته کړي، د مالي او اخلاقي فساد تورنه یې پرې لګولي.
تیره ورځ هم بلوچستان کې د ملا برادر په کور د کوټې شورا د پخوانیو ساتونکو لخوا حمله وشوه چې هلته دوه پاکستاني فوجیان ټپیان شوي وه او د ملا برادر یو ساتونکی چې وراره يې دی وژل شوی دی.
حمله کوونکو کې یو د عاصم عمر زوی صدیق عمر وه.


د مطلب کود: 193009

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/193009/مولوي-سلام-چې-د-طالب-مشر-هبت-الله-نېږدې-کس-ملا-برادر-ساتونکو-لخوا-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com