دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 193018
کرکټ: سپین غر زمریان، بُست ساتونکو ته ماتې ورکړه
د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په ۱۳مه لوبه کې سپین غر زمریانو لوبډلې د بُست ساتونکو په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې بُست لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې سپین غر لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ.
سپین غر لوبډلې د نجیب الله ځدران په ښې توپ وهنې سره یاد هدف دولسم اور کې پوره کړ.
نجیب دغې لوبه کې په ۳۵ بالونو د ۸ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
سپین غر لوبډلې په دې بریا سره د جدول درېیم مقام ته ځان ورساوه
https://avapress.com/vdchzxnz623nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته