کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند له سویلي افریقا څخه ټېسټ لوب لړۍ هم وګټله

21 میزان 1398 ساعت 17:52


د هندوستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې لومړی هند لوبډلې توپ وهنه وکړه.
هند د پنځه لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۶۰۱ منډې وکړې او بیا یې سویلي افریقا ته توپ وهنه ورکړه.
د سویلي افریقا لوبډله خپلو لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۲۷۵ او دویمه پاڼۍ کې په ۱۸۹ منډو اوټ شوه او د هند د یوې پاڼۍ د توپ وهنې منډې هم پوره نه کړې.
دغه لوبه هند لوبډلې په یو اننګز او د ۱۳۷ منډو په توپیر وګټله.
هند ته اګریوال ۱۰۸، خو ویرات کوهلي ورته ۲۵۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
له دې وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم هند سویلي افریقا ته ماتې ورکړې وه او دې بریا سره یې ترې لوب لړۍ هم وګټله.
ټاکل شوې درېیمه ټېسټ لوبه یې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شي.


د مطلب کود: 193019

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/193019/هند-له-سویلي-افریقا-څخه-ټېسټ-لوب-لړۍ-هم-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com