دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 193050
طالبان د امیر خان متقي ‌له ورور څخه د جاسوسي په تور پلټنې کوي
 په کوټه کې د طالبانو مشرتابه ته یوې نژدې سرچینې هم ویلي چې د مشر ملا هیبت الله اخند د سکرتریت امیر ملا امیرخان متقي ورور مولوي احمد الله نژدې درې اونۍ وړاندې له دوحې نه کوټې ته غوښتل شوی او سم له لاسه په کچلاغ کې د طالبانو په یوه پټ زندان کې اچول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو ترمخ پر نوموړې تور دی چې آي ایس آي ته یې د طالب مشرانو داسي‌ معلومات ورکړي‌ چې پاکستاني‌استخباراتو نه پټ ساتل کېدل .
د سرچینې په وینا په نوموړي باندې دغه شکونه پخوا هم ول خو دا ځل طالبانو ته پاخه ثبوتونه په لاس ورغلي‌ وو ځکه ددوی په وینا هغوی نوموړی د لنډ وخت لپاره بندي‌ او تحقیقات یې ترې وکړل .
د یادې سرچینې په وینا پر احمدالله شکونه هغه مهال زیات شول چې پاکستاني چارواکو د طالب مشرانو ځورول پیل کړل او قطر ته له تلونکو راتلونکو طالبانو نه یې په څارګریزو چارو کې د همکارۍ غوښتنه کوله.
ویل کېږي پاکستانیانو همدا راز په دوحه کې د طالب استازو او خلیلزاد تر منځ د ځینو غیر رسمي ناستو په تړاو وضاحتونه هم غوښتې وو چې د پاکستاني چارواکو په وینا د طالبانو له لورې پاکستان پکې ښکنځل شوی و.
د سرچینې په وینا کله چې د طالبانو د استخباراتو یوه پلاوي ته په دې اړه د پلټنو دنده ورکړل شوه نو په ډاګه شوه چې دا هغه مجلسونه وو چې د امیرخان متقي سره یې ورور احمدالله هم ګډون پکې درلود .
د طالبانو مشرتابه سم له لاسه متقي ته امر وکړ چې خپل ورور د لا زیاتو پلټنو لپاره کوټې ته ولیږي هماغه وو چې احمدالله کوټې ته ولېږل شو او  پرله پسې څو ورځې طالب څارنوالانو ترې تحقیقات وکړل.
طالب سرچینو د احمدالله له خولې ویلي چې کیدای شي د ده تلیفون او واټساپ داستخباراتي کړیو له لورې هیک شوی وي او اړوند معلومات ترې غلا شوي وي.
ویل کېږي‌ چې مولوي احمدالله په کراچي کې د یوه طالب پلوي او آی ایس آی ته نژدې ملا تقي عثماني له مدرسې نه فارغ شوی او شک دی چې هم هلته به د آی ایس آي له لورې جذب شوی وي.
احمد الله چې په ژورنالیستیکو برخو کې د طالبانو د اوسني تحریک فعال دی د طالبانو په فرهنګي ‌کمېسون کې کار کوي او د طالبانو په ګټه مسائل او مواد خپروي .
هغه څه موده وړاندي‌ له کوټي هلمند ته سفر کړی وو او هلته یې د بي بي سي سره د طالبانو د یوه مهم نظامي مسؤل په نامه مرکې هم کړې وې .
د سرچینې د معلوماتو له مخې احمدالله دا مهال د قومي مشرانو په ضمانت خوشی شوی دی خو د کوټې ښار له حدودو نه د بهر وتلو اجازه نه ورکول کیږي. طالبانو همدا راز خپلو ټولو منسوبینو ته امر کړی چې له احمدالله سره خپلې هر ډول اړیکې غوڅې کړي.
له بلې خوا په دوحه کې د طالبانو د دفتر سرچینو هم د احمدالله نیول کیدل او له هغه د تحقیقاتو خبره ومنله او په ډاګه یې کړه چې دغې پیښې د طالبانو په منځ کې د ملا امیرخان حیثیت ته سخته صدمه رسولي ده.
موږهڅه وکړه چې په دې تړاو د طالبانو د رسمي ‌ویندویانو غبرګون تر لاسه کړو خو هغوی تر دم ګړیه ځواب ونه وایه او ښايی وروسته خپل غبرګون څرګند کړي‌.
داسي ښکاري‌ چې اوس وسله وال طالبانو په خپلو لیکو کې د ځینو مهمو پروګرامونو دپلي کېدو په موخه له خپلو قوماندانانو سره هم سختۍ پیل کړې دي‌، چې ښايي د ځینو د خفګان او د ډېرو نورو د خوشحالي ‌سبب وګرزي‌.
https://avapress.com/vdcdks0fzyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته