دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 193052

اترا: وسله والو مخالفانو د مخابراتي شرکتونو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي

د هرې پایې د ویجاړېدو له کبله مخابراتي شرکتونه له ۴۰ زره تر یو لک ډالرو پورې تاوان کوي
اترا: وسله والو مخالفانو د مخابراتي شرکتونو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي
د اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره وايي، د دولت وسله والو مخالفانو په وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي چې له کبله یې دغو کمپنیو ته د ملیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.
د اترا ادارې تخنیکي سلاکار عطامحمد یاري ازادي رادیو ته وویل: «۴۹ سایټونه د انتخاباتو نه وروسته او د هغو ورځو په شمول په مختلفو ولایتونو کې له منځه تللي، ۱۷ یې یوازې د افغان ټیلي کام سایټونه دي…»
عطامحمد
یاري وايي چې د مخابراتي شبکو پر ستنو او سایټونو د دولت د وسله والو مخالفانو حملې له یوې خوا عام ولس له مخابراتي خدماتو بې برخې کوي او له بلې خوا د دغو شبکو د خدماتو بیه لوړوي.
د هرې پایې د ویجاړېدو له کبله مخابراتي شرکتونه له ۴۰ زره تر یو لک ډالرو پورې تاوان کوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو هم سلام شرکت ته ګواښونه کړي او په ډېری ولایتونو کې یې د دغې دولتي مخابراتي شبکې مرکزونه په نښه کړي دي.
د دې تر څنګ په ګڼو شمالي ولایتونو کې د مخابراتي کمپنیو خدمات په ټپه درېدلي او خلک په دې تړاو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcftmdy0w6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته