دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 193093
د سوریې ځواکونه تل اتمر ښار ته وردننه شوي دي
نن دوشنبه سهار د سوریې چارواکې ویلي، چې دولتي ځواکونه یې ترکیې پولې ته نېږدې (تل تمر) ښار ته ور داخل شوي دي؛ تر څو له ترکي ځواکونو سره وجنګیږي او په شا یې وتنبوي.
چارواکو زیاته کړې، چې یاد ښار د ترکیې له پولې څخه د شل کېلومتره په واټن کې پروت دی او د سیمه ییزو اوسیدونکو له خوا د سوریې ځواکونو ته ښه راغلاست وویل شو.
تل تمر ښار ته یوه ورځ وروسته له هغې د سوریې ځواکونه ور دننه شول، چې چارواکو یې ویلي و د ترکي د یرغل پر وړاندې به د سر به بیه مبارزه کوي.
د سوریې چارواکو دا نه ده جوته کړې، چې څومره مرګ ژوبله رامنځته شوې او ځواکونه یې له کومې خوا ننوتلي دي.
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ګڼ شمېر ځواکونه د سوریې له شمالي برخې وویستل؛ په دې سیمه کې د ترکي ځواکونو او کردانو ترمنځ جګړې زور واخیست.
https://avapress.com/vdcaoen6e49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته