کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ته د سارک همکاریو سازمان درې مهم ریاستونه ورکړل شول

29 میزان 1398 ساعت 11:59


افغانستان د سویلي اسیا د همکاریو یا سارک سازمان د دریو مهمو برخو مشري او ریاست ترلاسه کړ.
 په سریلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري وايي، دا پرېکړه د سریلانکا په کولمبو ښار کې د سارک غړو هېوادونو د استازو په ګډه غونډه کې شوې ده.
 نوموړی وايي، افغانستان ته د رایو په اکثریت د سارک د مرکزي پلاوي د مدیریت، د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې او د سارک سازمان د ښځو د سوداګرۍ برخې ریاستونه سپارل شوي دي: (( همدا راز د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خیرالدین مایل د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې مرستیال وټاکل شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عبدالمقیم افغان د سارک سازمان د فرهنګي مرکز مشر وټاکل شو.))
 ښاغلی حیدري زیاتوي سره له دې چې افغانستان د تپل شوې جګړې له کبله زیات تاوانونه لیدلي دي، خو په سارک سازمان کې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلې.
د حیدري په خبره د سارک سازمان د ګڼو څانګو مشري او ریاستونه د دوه کلونو لپاره وي او دوی به هڅه وکړي چې افغانستان ته په دې دوه کلونو کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.


د مطلب کود: 193639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/193639/افغانستان-ته-د-سارک-همکاریو-سازمان-درې-مهم-ریاستونه-ورکړل-شول

آوا
  https://www.avapress.com