کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي او عرب ځواکونو ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي

14 عقرب 1398 ساعت 13:39


د راپورونو له مخې د سعودي عربستان سمندري ځواکونو له امریکایي ځواکونو سره په ګده نظامي تمرینات پیل کړي دي چې لږو هوايي ځواکونو هم برخه پکښې اخیستې ده. 
رسنیو نه دي ویلي چې په دغه نظامي تمریناتو کې څومره سرتېرو برخه اخیستې ده، خو ټینګار کوي چې ددې تمریناتو هدف په سیمه کې دامنیت تامین دی. 
سرچینه کاږي په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو لوړپوړو چارواکو ویلي دوی غواړي نړۍ ته ثابته کړي چې په سیمه کې د امنیت د تامین وړتیا لري او د ترهګرو ډلو د فعالیت مخنیوی کولی سي. 
په دې وروستیو کې ایران ته نږدې د امریکايي ځواکونو فعالیتونه زیات سوي چې هدف یې هم ددغه هېواد تهدیدول دي.


د مطلب کود: 194800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/194800/امریکايي-او-عرب-ځواکونو-ګډ-نظامي-تمرینات-پيل-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com