کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوستیان د تاریخي ودانیو رغول غواړي

9 قوس 1398 ساعت 14:58


دخوست ځايي اوسېدونکي او ولسي استازي وایي، په دې ولایت کې شته تاریخي وادانۍ د ړنګېدو له ګواښ سره مخې دې.
د خوست د ولایتي شورا پخوانی رئیس عبدالوالي واحدزی وايي، په دې ولایت کې دتخته بېکي تاریخي ودانۍ د لویې پکتیا په کچه تاریخي مخینه او ارزښت لري.
دوی له افغان حکومت او د یونیسکو غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې تاریخي ابدات ورغوي.
واحدزی وایي، د یاد تاریخي ځای په رغونې سره به له یوه خوا تاریخي ارزښت ساتل شوی وي او له بلې به دې ولایت ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړي.
دی وایي: (( بلکل د تخته بیکي تاریخي ودانۍ ډیر وخت نه ړنګه ده او حکومت یې هم داسې کوم غمه نه ده خوړلې که دا ورغول شي د خوست دتاریخي ودانۍ ارزښت به هم وساتل شي او بیرته به لیدونکي هم د دې ودانۍ لیدو ته راځي)).
د مسولینو په خبره چې د تخته بېکي په نوم تاریخي ودانۍ د نادرخان د واکمنۍ په لومړیو کې رغول شوي چې، په نظامي برخه کې ترې کار اخېستل کېده.
خو ځينې یې بیا له دې هم مخنیه اوږده یادوي.
د روایتونو پر بنیاد چې د نادرشاه د واکمنۍ پرمهال دې پوځې چوڼيو ته یو لښکر رالیږل شوی وو، چې د سقویانو پروړاندې وجنګیږي، خو تر دې دمه یې چاته دقیقه تاریخي مخینه نه ده معلومه.
دا تاریخي ودانۍ دوه دي او څنګ په څنګ تاریخي دیوالونه یې نږدې دوه متره سور لري، چې په کونجونو یې جنګي مورچلونه هم جوړ شوي دي.
بل لورته د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخې ابداتو مسول سیدقابل شاه میاخیل وايي،
له دې ځایونو د نادرخان په وخت کې په نظامي برخه کې کار اخیستل کېده، او د طالبانو پرمهال زندان او اوس مهال د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري پکې اوسیږي.
میاخیل زیاتوي چې، له وزارته یې په ځلونو د رغونې غوښتنه کړې، خو تراوسه یې غږ نه دی اوریدل شوی.
د ده په خبره که چیرې یې رغونې ته پام ونشي، نو لرې نه ده چې دا تاریخي ارزښتونه به له لاسه ورکړي.
میاخیل وایي: (( موږ څو څو ځلې دا خبره وزارت ته کړې چې، موږ سره مرسته وکړئ څو موږ دا تاریخي ودانۍ ورغوو خو تراوسه یې کوم ځواب نه دی راکړی.
که بیا هم دا ودانۍ ونه رغول شي ښایي دا تاریخي ودانۍ له لاسه ورکړو)).
خو ولایتي اداره بیا وایي چې، د دې ودانۍ د رغولو پوره هڅه به کوي.
والي حلیم فدایي وایي، دمګړۍ د دې ودانۍ د رغولو لپاره بودیجه په واک کې نه لري او په خبره یې هڅه به وکړي چې، راتلونکي کې بودیجه د دې لپاره منظوره او ژر یې ورغوي.
د والي په خبره د یادو تاریخي ځایونو پروړاندې شته خنډونه هم شته او پکار ده له منځه یووړل شي.
هغه شته خنډونه په تخته بېکو پورې تړلي ځينې ځآیونه یاد کړل چې، په قراردادونو ورکړل شوي.
والي زیاته کړه چې. د یادو ودانیو ځینې برخې یې نظامي اورګانونو ته سپارل شوي دي.
ویل کیږي اوسمهال د یادو ودانیو ځینو برخو کې د ملي اردو سرتیري اوسیږي او له هغه ځایه د مورچې په ډول کار اخلي.
مسولین وایي غواړي دا تاریخي ودانۍ د نظامي او نورو قراردادیانو له لاسه وباسي او د کور او ښارجوړولو وزارت ته یې وسپاري.
ددوی په خبره له رغونې وروسته به یادې دواړه تخته بېکي له یوې خوا د داخلي او بهرنیو سیلانیانو دمه ځای وي او له بلې خوا به سیلانیان د دې ولایت په تاریخي ارزښت پوه شي.
یواځې خوست نه بلکې د هېواد ګڼ نور ولایتونه هم له تاریخي پلوه خورا ارزښت منې ودانۍ لري خو د حکومت د بې غورۍ له امله د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي.


د مطلب کود: 196744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/196744/خوستیان-د-تاریخي-ودانیو-رغول-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com