دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 198112
دکندهارميوند ولسوالۍ کي امنيتي ساحه پراخه او ښې حکومتدارۍ ته ئې زمينه برابره سوې
د ميوند ولسوالۍ مسؤلين وايي، د امنيتي ځواکونو ترمنځ د ښې همږغۍ او د ولس په همکارۍ په دې ولسوالۍ کي تر ډېره امنيت تامين سوی او د پرمختيايي او زراعتي سکتور د پراخېدو هڅي پيل سوي دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د امنيت په تامين خوښ دي او غوښتنه کوي، چي د دوئ صحي او تعليمي برخو ته دي توجه زياته سي. ميوند د کندهار ښار څخه ليري په ۷۶ کېلومترۍ کي غرب خواته د کندهار- هرات پر لويه لار د هلمند سره پرته سرحدي ولسوالي ده.
دا ولسوالي نږدې کلونه وړاندي د کندهار يوه له نا امنو ولسواليو څخه يادېدل خو اوس د دې ولسوالۍ مسؤلين وايي د ولس په ځانګړې همکاري او د امنيتي ځواکونو ترمنځ د ښې همږغۍ په سبب يې امنيتي ساحه پراخه کړې او ښې حکومتدارۍ ته ئې زمينه برابره کړې ده.
د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي لالا وايي ولس نور د دښمن د وحشتونو او ظلمونو ستړی سوي او غواړي ارام ژوند ولري.
د ميوند ولسوالۍ ولسوال عبيدالله پوپل وايي په ميوند ولسوالۍ کي د امنيت د راتګ سره سم ولس د پرمختيايي کارونو د ډيرېدو غوښتنه کوي ځکه په وينا ئې دا ولسوالي وچکالۍ سخت ځپلې او بايد ورته جدي توجه وسي.

ولسوال وايي په ميوند کي ولسوالۍ کي ټولي ښوونځی خلاصي دي، روغتيايي مرکزونه ئې فعاله دي خو تشکيلات ئې کم دي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم له امنيت حالت څخه خوښ دي او غوښتنه کوي، چي د دې ولسوالۍ پرمختيايي، زراعتي، روغتيايي او تعليمي برخي ته دي ځانګړې توجه وسي.
ميوند ولسوالی په تقريبي ډول ۲۸۰۰۰۰ نفوس لري د دې ولسوالۍ اوسېدونکي تيرو جنګ جګړو او وچکالۍ سخت ځپلي او دا مهال زياتو مرستو ته اړتيا لري.
https://avapress.com/vdchz6nzi23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته