دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 201370
پوهان: د تاوتریخوالی کمولو طرحه ابهام رامنځته کوونکې دی

 
په داسی حال کې چی طالبانو او امریکایانو نمایندګانو ترمنځ مذاکرات جریان لری او تراوسه د تاوتریخوالی کمېدو طرحی په اړه ریپورتونه مطرح شوی دی خو سیاسی پوهان په دی باور دی چی دا طرحه ابهامات لری چی دقیقه معنی یی نه مشخص کوی.
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: په داسی حال کې چی تیرو ورځو کې په رسنیو کې د طالبانو له لوری تاوتریخوالی کمېدو آمادګی په اړه خبرونه خپور شوی دی، خو دا موضوع د حکومت مخالفت سره مخ شوی دی.
 
صدیق صدیقی د ولسمشر ویاند ویلی دی چی د دولت، افغانستان خلګو او بین المللی متحدینو لپاره سوله لومړیتوب لری.
 
ښاغلی صدیقی ویلی دی چی د اوربند رامنځته کېدنه د افغانستان خلګو او دولت غوښتنې په اساس پایدار سولې ته رسیدو یواځينی لاره ده. هر طرحه چی اوربند یی د یو اساسی قدم په حیث مطرح شی د دولت او خلګو له لوری به د قبول وړ وی.
 
داکتر عبدالله عبدالله د ملی وحدت حکومت اجرایی رئیس نن د وزیرانو په شورا کې د افغانستان حکومت تصمیمونو څخه په نیوکې سره د سولې پروسی په اړه وویل چی سوله یو کس او هغه کس نظرونو پوری منحصر نه دی. د افغانستان خلګو غوښتنه ده او خلګ حق لری د سولې په اړه خبری وکړی.
 
خو سیاسی پوهان وایی چی د تاوتریخوالی کمېدو طرحه ابهام رامنځته کوونکې دی او کوم مشخص تعریف پکې شتون نه لری چی وکولای شی د هیواد جګړی خاتمه پیدا کېدو ته هیله مند کړی.
 
محمد حیدری د پوهنتون استاد او سیاسی څیړونکې افغان غږ خبری آژانس ته وایی چی د تاوتریخوالی کمېدو نص نه شی کولای کوم دقیق معنی ارائه کړی او دا عبارت بېلابیل معناګانی لری چی همدا د حکومت رهبرانو اندیښنی لامل دی.
 
هغه وویل چی د تاوتریخوالی کمېدو طرحه هم د نظامی او هم استخباراتی نظره مبهم دی او دا پوښتنه رامنځته کیږی چی آیا تاوتریخوالی کمېدل په هیواد کې اوربند لامل کیږی یا که جګړه په بل ډول ادامه پیدا کوی او یا داچی دا طرحه شاید یو چل وی.
 
ذبیح عبیدی د پوهنتون استاد افغان غږ خبری آژانس ته وایی چی یو کال کیږی چی د امریکایی دیپلماتانو او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دی، خو حکومت کوم نماینده په دی مذاکراتو کې نه دی درلودلی او باید وویل شی چی حکومت په حقیقی معنی څنګ ته پریښودل شوی دی.
 
هغه وویل چی طالبان او امریکایان خپل اهدافو په لټه کې دی او افغانستان خلګو او حکومت اندیښنی نه درکوی او همدا موضوع ددی لامل شوی دی ترڅو حکومتی چارواکې دا موضوع په وړاندی غبرګون وښیی.
 
حامد کرزی پخوانۍ ولسمشر هم ویلی دی چی د افغانستان دولت له لوری اوربند باندی حده ډیر ټینګار، د افغانانو ترمنځ مذاکراتو شروع مخه نیسی.
 
تراوسه د طالبانو او امریکایی دیپلماتانو ترمنځ مذاکراتو لسم دور ترسره شوی چی ریپورتونو په اساس کوم نتیجه نه دی ورکړی.
 
https://avapress.com/vdciyzarut1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته