دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 202052
پوهان: ټاکنو نتایجو کې ځنډ؛ ملی باور له منځه وړی

 
 
سیاسی پوهان وایی چی د ولسمشریزو ټاکنو نتایجو اعلان کې ځنډ ملی باور نسبت و ټاکنو پروسی ته له منځه وړي او خلګ ناهیله کړی دی.
 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: هغوی چارواکې په ټاکنیز کمیسیونونو کې د ولسمشریزو ټاکنو نتایجو اعلان کې ناتوانه بللی او وایی چی د ۴ میاشتو په تیریدو سره تراوسه هم قانونی حکومت پرکار شوی نه دی.
 
ځينی پوهان په دی ټینګار لری چی د خلګو لاس څخه تللی باور احیا لپاره، ریاست جمهوری ټاکنې یوځل بیا په هیواد کې ترسره شی.
 
برنا صالحی سیاسی چارو کارپوه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویله چی د ریاست جمهوری ټاکنو نتایجو ځنډ خلګ دموکراتیک پروسی په وړاندی بی باوره کړي او هغوی ژوند باندی منفی اغیزه کړی دی.
 
صالحی په وینا د نتایجو اعلان ځنډ خاص ټاکنیز ټيم له لوری بحران رامنځته کونه بولی او وایی چی دا ټیم ځینی ټاکنیز مرکزونو په ګروګان نیولو سره ددی لامل شوی چی ټاکنو نتایج وځنډیږی.
 
په همدی حال کې ګل احمد نورزاد د نیمروز نماینده د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی که څه هم مخکې له دی هیواد اوسیدونکې ټاکنو کمیسیونونو باندی بی باوره وو؛ خو ټاکنو نتایجو کې ځنډ دا باورونه نور هم کمزوری کړی دی.
 
هغه وویل چی که ټاکنو کمیسیون د میزان شپږمی نتایج د هر نوماند په ګټه اعلان کړی؛ بیا هم دخلګو قبول وړ به نه وی.
 
د مجلس دا غړۍ وویل چی د خلګو له لاسه تللی باور راژوندی کولو لپاره، اړتیا شته ترڅو مخکنۍ پروسه باطل اعلان شی او ټاکنې په راتلونکې کې ترسره شی.
 
ریاست جمهوری ټاکنې روان کال میزان شپږمه کې ترسره شوه او اوسیدونکې د ۱۳ نوماندانو په ګټه رای ورکړه. اوس نږدی دریو میاشتو په تیریدو سره بیا هم د ټاکنو لومړنۍ نتایج د ټاکنو کمیسیون له لوری نه دی اعلان شوی.
 
https://avapress.com/vdcgnx9xxak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته