دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 202478
پوهان : اوس ملتونه د خپل هیوادونو څخه د خارجی ځواکونو وتلو په لټه کې دی
په داسی حال کې چی طالبانو او امریکا ترمنځ سولې خبری اتری په دوحه کې جریان لری او امریکایی ځواکونو وتل د طالبانو غوښتنو څخه دی. پوهان وایی چی اوس متلونه د خارجی ځواکونو ایستلو په لټه کې دی.

 
 
 
زلمی خلیلزاد د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره د طالبانو نمایندګانو سره خبرو وروسته، پاکستان ته سفر کړي او ددی هیواد چارواکو سره د سولې پروسی په اړه خبری کړی دی.
 
پاکستانی چارواکې تیره ورځ رسنیو ته ویلی دی چی ښآغلی خلیلزاد په دی سفر کې ددی هیواد نظامی او غیری نظامی چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبری کړي، خو خلیلزاد تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
تیره اونۍ پاکستانی ورځپاڼه داون هم لیکلی وو چی د سردار سلیمانی ترور وروسته، د سیمی ملتونه د امریکا اشغال ګری ختمیدو غوښتونکې دی.
 
دا ورځپاڼه لیکلی وو: ددی ایرانی شخصیت ترور په سیمه کې د امریکایی ضد احساساتو ډیریدو لامل شوی په داسی توګه چی امریکا اشغال پای ته رسیدو غوښتونکې دی.
 
په افغانستان کې پوهان وایی چی د ترامپ تګلاری او امریکا دولت تګلاری ددی لامل شوی ترڅو طالبان د سولې تړون په اړه خاص وسواس ولری.
 
یاسر محسنی سیاسی پوه افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی هغه چلند چی امریکا او خصوصآ ترامپ اخیرو میاشتو کې په سیمه کې ترسره کړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ بدبینی رامنځته کېدو لامل شوی دی.
 
ښاغلی محسنی وویل چی د ترامپ چلند د افغانستان سولې پروسی سره، چی په دی پروسه کې بی ثباتی ښیی، ددی لامل شوی چی طالب مذاکره کوونکې دداسی تړون په لټه کې وی چی په هغه کې ټول جزئیات مراعت شوی وی ترڅو افغانستان مساله په ریشه ای توګه حل شی.
 
هغه زیاته کړه: که څه هم په دی اخیرو کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبری اتری ډير شوی دی، خو اعتماد او باور کم شوی دی.
طالبان چندانی باور امریکا باندی نه لری او طالبان هم همغه شل کالو مخکې جنګیدونکې نه دی او ددی باور نه شتون ددی لامل شوی ترڅو تړون بند په بند د دواړو لورو تر څیړنو لاندی قرار ونیسی.
 
محسنی وویل چی مخکې دولتونه د خارجی ځواکونو خصوصآ امریکایانو حضور او یا نه حضور په اړه نظر ورکول خو اوس ملتونه نه غواړی چی خارجی ځواکونه په هیواد کې یی حضور ولری.
 
دا اظهارات په داسی حال کې مطرح کیږی چی اخیرو کلونو کې ځینی غیری نظامی سیمی د امریکایی ځواکونو تر بریدونو لاندی راغلی دی چی همدا موضوع ددی لامل شوی دی خلګ هغوی حضور ته بدبینه وی.
 
تیره پنجشنبه امریکایی ځواکونو برید د پنځه تنه یو کوچنی په ګډون وژل کېدو لامل شو. د رسیدلی ریپورتونو په اساس؛ دا کسان د کندوز دشت ارچی ولسوالی ته جنازه محفل کې ګډون لپاره تللی وو چی د بېرته راګرځیدو په وخت کې د هوایی برید لاندی راغلی دی.
 
دا برید او نور مخکې هوایی بریدونه د افغانستان خلګو خشم لامل شوی او هیواد ډیر اوسیدونکې د خارجی ځواکونو وتلو غوښتونکې دی.
 
له بل لوری دولت وزیری، پخوانۍ نظامی جنرال افغان غږ خبری آژانس ته وایی چی افغانستان ټول خلګ او حتی حکومت د خارجیانو وتلو غوښتونکې دی، خو نه غواړی دا وتل په هیواد کې د مشکلاتو ډيریدو لامل شی ترڅو تیر تریخ تجربه تکرار شی.
 
ښاغلی وزیری وویل چی باید طالبان او افغانستان حکومت د یو بل سره په همکاری کې د احتمالی تړون وروسته، ددی نظامیانو وتلو په اړه خبری وکړی.
 
مخکې له دی عبدالرئوف ابراهیمی نمایندګانو مجلس پخوانۍ رئیس افغان غږ خبری آژانس ته ویلی وو چی افغانستان ډير خلګ د نظامیانو وتلو غوښتونکې دی، خو دا وتل باید په تدبیر سره ترسره شی.
 
هغه ویلی وو چی طالبانو غوښته د امریکایی ځواکونو وتلو لپاره په حاضر حال کې معقولانه نه دی او د سولې تړون امضا وروسته، باید په دی اړه بحث وشی.
 
ملا عبدالغنی برادر طالبانو سیاسی رهبر معاون او طالبانو مذاکره کوونکې ټیم رئیس تیره اونۍ د آمریکایی شبکه P.B.C سره په خبرو کې افغانستان څخه آمریکا وتلو اړتیا باندی ټینګار وکړ.
 
کلمبیا پوهنتون پوری اړوند امریکا سولې او جګړی مطالعاتو موسسه له لوری د یو نظر سنچی په اساس نږدی ۴۶ سلنه افغانستان خلګ د طالبانو سره امریکا او ناتو احتمالی سولې وروسته هغوی وتلو غوښتونکې دی.
 
د ۱۸ کالو راهیسی امریکا د تروریسم سره مبارزی په بهانه افغانستان ته راغلل، خو جګړه او بی ثباتی په افغانستان کې ورځ په ورځ ډیریږی.
 
https://avapress.com/vdciyrarvt1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته