دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 202978
سرپل کې نامعلومه کسانو له یوې ښځې سر قلم کړی
د سرپل ښار ته نږدې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې نامعلومه کسانو له یوې ښځې سر پرې کړې دی. د سرپل امنیه قومندان جیلاني ابوبکر پېښه تاییدوي خو وايي، دا کار وړمه شپه ښار ته نږدې په کورک عربیان سیمه کې شوی او دوی یې مړی له پیدا کولو وروسته د سرپل حوزوي روغتون ته سپارلی دی. نوموړی وايي، وايي د پېښې علت هم لا تر اوسه نه دی معلوم خو دا یې هم تایید نه کړه چې ګواکې دغه مېرمنې څخه به طالبانو سر پرې کړی وي. نوموړی وايي، تر اوسه د دغې مېرمنې په مړي پسې تر اوسه د تحویلۍ لپاره څوک راغلي هم نه دي.
https://avapress.com/vdcd5x0xjyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته