کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاد سیستم

28 حمل 1399 ساعت 21:22


"شاد" ښوونیز سیسټم کې د افغان زده کوونکو د نوملیکنې ستونزه حل شوه

د اېران اسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې وزارت د هېواد بهر ښوونځیو او نړیوالو چارو مرکز او د "شاد" ښوونیز سیسټم د تخنیکي مسوولینو له هڅو وروسته دغه سیسټم ته د ننوتلو او د زده کوونکو د نوملیکنې ستونزه حل شوه، چې دمګړۍ ۴۵۰ زره افغان زده کوونکي کولی شي د دغه سیسټم له آنلاین زده کړو ګټه واخلي.
دغه سیسټم/اپلیکېشن ته د ننوتلو پروسه داسې ده چې د ښوونځيو مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو له لوري د درېو پړاونو په ترسره کولو پای ته رسېږي. "شاد" سیسټم ته د ننوتلو لپاره اړتیا ده چې کورنۍ له وړاندې دغه اپلیکېشن نصب کړي.
د کرونا وایرِس د خپرېدو له امله ښوونځي د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب له میاشتې را په دېخوا تړل شوي دي، چې د اېران ښوونې او روزنې وزارت د دغې ښوونیزې تشې د ډکېدو په موخه دغه سیسټم جوړ کړی دی.
له تېرو څو ورځو راهیسې هره ورځ د زده کوونکو کورنیو دغه سیسټم ته د ننوتلو او نوملیکنو له ستونزو سر ټکاوه؛ خو اوس د ښوونې او روزنې وزارت په همغږۍ دغه ستونزه حل شوې ده. که زده کوونکي دغه سیسټم ته په ننوتلو او نومليکنو کې ستونزه لري، کولی شي د خپلو ښوونځیو مدیرانو او د ټولګیو له ښوونکو مرسته وغواړي او له هغوی سره اړیکه ونیسي. زده کوونکي د ښوونځیو مدیرانو او د ښوونکو له لوري د سیسټم غړيتوب اخلي او ټولګي یې په ګروپونو وېشل کېږي.
د اېران اسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې وزارت د خبرو پر بنسټ، د غویي میاشتې په لومړۍ نېټه به د "شاد" سیسټم له لارې د ابتدایې کچې درسونه پیل شي او په دې ډول به د منځنیو او لوړو کچو درسونه هم پیلېږي.


د مطلب کود: 207972

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/207972/شاد-سیستم

آوا
  https://www.avapress.com