دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 211117
روغتیا وزارت: د الکوزي کرونا واکسین د طبي معیارونو په اساس ندی جوړ
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د حکیم الکوزي د کرونا واکسین به په لابراتوارونو کې چک کوي او که ګټور و، افغانستان او نړۍ ته به یې په "ډېر ویاړ" وړاندې کړي.

ښاغلي الکوزي ادعا کړې ده چې د کروناویروس ضد واکسین یې جوړ کړی دی او په دغه ویروس اخته سلګونو افغانانو ته یې ورکړی او هغوی رغېدلي دي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا واکسین او درمل د طبي معیارونو په اساس جوړ شوی نه دی او هېڅ یوه طبي لارښوونه په کې عملي شوې نه ده.
د عامې روغتیا وزرات د صحي خدمتونو د برخې معین وحید مجروج د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۱( غبرګولي۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل: "
هر هغه ابتکار او هره هغه دوا او یوناني‌ محصول چې زموږ د خلکو روغتیا ته موثر وي حمایت یې کوو. خو موږ ته دې وخت راکړل شي ‌چې دا محصول چک کړو. "
نوموړي وویل چې د دغو درملو چک د دې لپاره کوي چې د کومې بلې ممکنه "فاجعې" مخه ونیول شي. ځکه "که کوم کار وشي، موږ مسول یو او بیا به ټول خلک له موږ پوښتنه کوي" چې ولې یو ناتاید شوی محصول ته اجازه ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه: "چې محصول یې لابراتوار کې چک شي، که دلته موثر و ډبلیو اچ او -د روغتیا نړیوال سازمان- سره به هماهنګي کوو چې د نړۍ په کچه دا محصول چک شي. که دلته معتبر و، د روغتیا وزارت به په ډېر ویاړ سره دا له نړۍ سره شریکوي. "
نوموړي په ټېنګار سره وویل چې دوی د هیچا د ابتګار مخه نه نیسي،‌ خو باید طبي ابتکارات او د واکسین جوړول د طبي د نړیوالو اصولو په اساس جوړ وشي او معتبر ملي او نړیوالې بنسټونه یې تاید او تصدیق کړي.
نوموړي وویل چې د عامې روغتیا وزارت د دې لپاره د ښاغلي الکوزي کلینک تړلی دی چې په کروناویروس اخته بې شمېره خلک ور روان وو او دا ویره یې پیدا کړې وه چې ډېر نور خلک به په دغه ویروس اخته شي.
دا کلینک پرون وتړل شوی او نن بېرته پرانیستل شو، خو وزارت وايي چې د امنیتي ارګانونو سره ګډ کار کوي‌ چې د کلینک خاوند او خلکو ته قناعت ورکړي.
د الکوزي د واکسین ترکیب
په خپله ښاغلي الکوزي ویلي دي هغه چمتو دی چې دا واکسین یې ټست شي او نتیجه یې راووځي. هغه د خپل واکسین د ترکیب په اړه ډېر معلومات نه دي‌ ورکړي خو ښاغلي مجروح وویل"هېچاته به اجازه ورنکړي چې د تریاکو د شیرې او یا کوم بل غیرمعیاري محصول" افغانانو ته وړاندې کړي.
هغه ونه ویل چې د حکیم الکوزي د واکسین د ټست او چک کولو پروسه به څومره وخت نیسي.
په افغانستان کې د حکیم الکوزي واکسین په رسینو او ټولنیزو رسنیو کې هم بحثونه پارولي دي. ښاغلی الکوزی د کابل په ښار کې کلینک لري.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلکو ویلي دي چې دا درمل یې خوړلي او د کروناویروس څخه رغېدلي دي. ځینې داسې کسان هم شته چې وایي درمل یې خوړلي خو رغېدلي نه دي.
په افغانستان کې تر دې دمه د کرونا له کبله شاوخوا ۲۷۵ کسان مړه شوي او ۱۵۲۰۰ نور په دغه ویروس اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د امریکا او اورپا په ګډون هېڅ یو هېواد توانېدلی نه دی چې د کروناویروس ضد واکسین او درمل جوړ کړي.
لسګونه هېوادونه او روغتیايي مرکزونه د دغه ویروس په جوړولو کار کوي او ویل کیږي چې شاید شاوخوا یو کال ونیسي چې دا واکسین بازار ته ووځي.
د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې په چین کې خپور شو او د جانز هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه یې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې نژدې ۳۷۰زره انسانان مړه کړي او څه باندې شپږ میلیون نور پرې اخته دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcizzaryt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته