د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس نړیواله وبا ښایې په نړۍ کې د لا ډېرې لوږې او فقر لامل شي.
ملګري ملتونه: کویډ۱۹ ښايي نړۍ کې د لا ډېرې لوږې او فقر لامل شي
د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1399 ساعت 9:16
د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس نړیواله وبا ښایې په نړۍ کې د لا ډېرې لوږې او فقر لامل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان دا خبره د لوږې او بېوزلۍ په اړه په خپل کلني راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د کرونا وبا ښایې په نړۍ کې څه باندې ۱۳۰ میلیونه کسان له بېوزلۍ سره مخامخ کړي.
په دې راپور کې چې د یاد سازمان پنځو ادارو کار ورباندې کړی دی، راغلي چې د نړیوال اقتصادي اړخه لومړنۍ وړاندوینې ښیې چې د کرونا وبا به ۸۶ میلیونه نور کسان له بېوزلۍ او لوږي سره مخامخ کړي.
د دغه راپور له مخې تېر کال نژدې ۶۹۰ میلیونه کسان چې د نړۍ تقریباً ۹ سلنه نفوس جوړوي، لوږۍ او خوارځواکۍ ځپلي وو.
د دې راپور سره هم مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په نژدې وخت کې عادي ژوند ته بېرته ګرځېدل شونی نه ښکاري، ځکه ډېری هېوادونو د کرونا ویروس پر وړاندې سم اجراات نه دي کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبه په ورځ اعلان وکړ چې که خلک یو د بل تر منځ فزیکي واټن مراعات نه کړي، د لاسونو پرلپسې پرېمینځل او ماسک اغوستل له پامه وغورځوي، دا ساري ناروغي ورځ تر بلې لا بدتره کېږي.
دغه سازمان وایي، په ورځ کې تر ۲۳۰ زره کسان په نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کېږي.
د مطلب کود: 214490