دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 214574
اروزګان کې پنځه وسله وال وژل شوي دي
تېره ورځ ناوخته طالب وسله والو د اروزګان مرکز ترینکوټ کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند احمدصادق عیسا وايي، تر برید وروسته د دواړو لوریو تر منځ نښته شوې.
د عیسا په خبره، نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي دی.
هغه نښته کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
عیسا همدا ډول د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ والي کې د ملي اردو د انجنیرۍ ډلې له لورې د دوو ماینونو له منځه وړلو خبره ورکوي.
طالب وسله والو هم تر اوسه د یادو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdciy5ar5t1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته