کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ګمرک رییس خپل دوه مامورین وهلي ډبولي دي

25 سرطان 1399 ساعت 11:17

د کندهار د ګمرک رییس دوه مامورین او یو سوداګر لومړی بندیان کړي او بیا وهلي دي.
د ګمرک دغه کار کوونکی ادعا کوي، چې د ګمرک رییس لومړی یو سوداګر ته د محصول معاف جریمه غوښتنې پر سر لومړی بندي کړی او بیا وهلی.
په همدې حال کې یو سوداګر هم ادعا کوي، چې د رییس له لورې د مامور د خلاصون پر مهال وهلی او کالي یې ورته څېرلي دي.
د کندهار د ولایت مقام وايي، پېښې په اړه یې د عدلي او قضايي ارګانو نو سره ګډې څېړنې پیل کړي.



منظور احمد چې د کندهار د ګمرک کار کوونکی دی، ادعا کوي، چې د ګمرک د رییس له لورې لومړی بندي شوی او وروسته وهل شوی دی.
منظور احمد وايي، د ګمرک رییس وروسته هغه وهلی ډبولی، چې کله یې د یوه سوداګر په ننګه د هغه د معاف شوي جریمې د نه اخیستلو یادونه ورته کړې.
هدایت الله هم د یاد ګمرک بل کار کوونکی دی، چې د اسنادو د وروړلو پر مهال د ګمرک رییس لومړی وهلی او بیا یې کالي ورباندې څېرلي دي.
هغه وایي، د ګمرک رییس وروسته له هغه وهلی ډبولی، چې د منظور احمد د وهلو پر مهال يې د هغه د خلاصون هڅه کړې، خو رییس ورته بدرد ویلي.

په همدې حال کې د کندهار یو سوداګر هم د ګمرک رییس د ناوړه چلند یادونه کوي او وايي، چې داسې ډېرې نورې بیلګې هم لري چې د مامورینو تر څنګ یې ان سوداګر هم وهلي او ډبولي دي.
خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وایي، یاد کس د ګمرک رییس ته یې لفظي توهین کړی او د رییس ساتونکي اړ شوي، چې یاد کس ووهي.
احمدي وايي، د موضوع د لا ښه څیړلو او وضاحت په موخه یې د یاد کس د ادعاو او د ګمرک ریاست د مسؤلینو په غوښتنه موضوع عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل کېږي او مسوول شخص به د قانون په چوکاټ کي خپله سزا ویني.


د مطلب کود: 214577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/214577/د-کندهار-ګمرک-رییس-خپل-دوه-مامورین-وهلي-ډبولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com