دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 255979
دولتي چارواکو او نړیوالو موسسو د بلخاب د وضعیت د څیړلو په موخه دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ
د سرپل ولايت د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت والي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي، په شمال زون کې د WFP مشر او د دغه ولايت د ټولو دولتي ادارو له استازو سره د يوه رسمي سفر په ترڅ کې دې ولایت ته تللي ترڅو د بلخاب ولسوالۍ وضعیت څیړي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عمیر سرپلی وایی، چې د سرپل ولایت له والی محمد یعقوب رحمن اکه سره د دغه ولایت والی رامز علی اکبر اوف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، په شمال زون کې د WFP موسسې مشر نجیب الله رحماني، د لومړي وزیر د دفتر د تفتیش رئیس مولوي شمس الله سعادت او د دغه ولایت د ټولو دولتي ادارو استازو د یو رسمي سفر په ترڅ کې بلخاب ولسوالۍ ته لاړ.
 
د دغه سفر په ترڅ کې د سرپل والي محمد یعقوب رحمن اکه د بلخاب ولسوالۍ خلکو ته د امنیت د تامین په برخه کې ډاډ ورکړ او ویې ویل: هغه کسان چې له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي، کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، چې دغې ولسوالۍ ته ورکړل شوې مرستې کافي نه دي او له مرستندويه ادارو يې وغوښتل، چې د بلخاب ولسوالۍ خلکو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو استازي رامز علي اکبر اوف له یوه پلاوي سره یوځای د بلخاب ولسوالۍ ته د کتنې په ترڅ کې د خپل سفر موخه د خوراکي توکو د ویش د سروې ټیمونو د وضعیت څیړل وبلل. د جګړې له امله د بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کسانو لپاره یې وویل: زموږ د سروې ټیمونه د بلخاب د ټولو هغو برخو د پېژندنې او مرستې مسئولیت لري چې وروستیو جګړو ځپلي دي.
 
په ورته وخت کې د بلخاب ولسوالۍ خلک وايي چې له جګړې ستړي شوي او نور جګړه نه غواړي، دوی وايي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې د جګړې ترخه خوندونه خوړلي او د جګړې وخت پای ته رسېدلی دی.
 
د بلخاب اوسېدونکو هم د اسلامي امارت ملاتړ وکړ او ویې ویل: "موږ تل د دولت له پلانونو سره همکاري کوو".
 
د دې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي عبدالله په دې اړه وویل: د اسلامي امارت ځواکونه تل د بلخاب په ټولو سیمو کې حضور لري، د بازار دوکانونه هم د ځايي خلکو پر مخ خلاص دي او هم د مرستندویه موسسو له لوري بې ځایه شویو ته مرستې رسول کیږي. .
 
په ورته وخت کې د ځوانانو د کارموندنې، د طبیعي کانونو فعالول او د پرمختیايي پروژو پلي کول له لوړ پوړو دولتي چارواکو څخه د خلکو له غوښتنو څخه وو.
 
د یادولو ده چې د راپورونو له مخې د مولوي مهدي مجاهد او د اسلامي امارت تر منځ د جګړو په ترڅ کې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالي ډیري خلک بیځایه شوي وه او جدي پاملرني او مرستي ته اړتیا درلود.
 
https://avapress.com/vdccmpqio2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته