کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان: له حیرتانه تر مزاره د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

افغان غږ آژانس(آوا) , 30 قوس 1390 ساعت 20:03

د آسیا پراختیایي بانک وایي، دوی به په افغانستان کې د ټرینونو د پټلیو د پراخیتا لپاره یو میلیارد ډالره مرسته وکړي.


د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان له سرحد څخه تر مزار شریف ښار پورې د ۷۵ کیلومیترو په اوږدوالې د ټرین پټلۍ پرانستل شوه او په دې توګه له افغانستان څخه د نړۍ نورو هیوادونو ته د ځمکې له لارې، د مسافرو او مالونو د انتقال عملې کار پیل شو.

افغانستان غواړي، د خپل اقتصاد د غښتلتیا په مقصد خپلې سترې طبیعي زیرمې استخراج کړي او په دې توګه به په هیواد کې له ۲۰۱۴ کال وروسته له ثبات سره هم مرسته وشي. د اورګاډې یا ټرین پټلۍ د افغانستان د طبیعې زیرمو د انتقال په کار کې مهمه ونډه لري.

د آسیا پراختیایي بانک وایي، دوی به په افغانستان کې د ټرینونو د پټلیو د پراخیتا لپاره یو میلیارد ډالره مرسته وکړي.

د آسیا په پراخیتایي بانک کې د مرکزي او لویدیځي آسیا د څانګې مشر جووان میراندا وایي، د ټرین د پټلیو په پراختیا سره به په ټول افغانستان کې د ټرین شبکه جوړه شي، خو دا کارونه باید چې مرحله په مرحله تر سره شي. تر هر څه لومړی موږ باید پیسې برابرې کړو.

پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۸۰ لسېزې کې د ازبکستان له پولې څخه د افغانستان خاورې ته د اورګاډې یا ټرین لنډه پټلۍ غزولې وه، خو د افغانستان په داخل کې د دغې پټلۍ لپاره لیوالتیا بیخي زیاته ده.

ښاغلی میراندا وایي، انګلستان او جاپان د افغانستان د نویو ترانسپورتي پروژو لپاره یو څه مرسته کړې ده، خو دی به هڅه وکړې، چې د ټرین د پټلۍ د پروژې لپاره په راتلونکې کال کې نورې مرستې هم راجلب کړې.

دی وایي، د آسیا پراختیایي بانک به زیار وباسي، چې په راتلونکو څلور کلونو کې د افغانستان د شمال لویدیځ ښارونو تر منځ د تړاو د حلقوي سړک یا رینګ روډ د جوړولو کار هم بشپړ کړې او د دې سړک په جوړېدو سره به د افغانستان ستر ښارونه یو له بل سره وصل شي.

فایننشل ټایمز لیکي په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځي قراردادونو له وجې د دې هیواد اقتصاد په چټکۍ سره وده کړې، خو دا بېره هم شته چې د بهرنیو ځواکولو له وتلو وروسته به دا وده یو دم وروشي او د افغانستان کمزوري دولت ته ممکن زیان ورسوي.

د جمهور رییس اوباما اداره هم د افغانستان د ټرانسپورټ لپاره د آسیا پراختیایی بانک په پروژې خوښه ده او په دې باور ده، چې د وریښمو د لرغونې لارې د بیا راژوندۍ کولو یا فعالولو په برکت به افغانستان خپل اقتصادي ثبات وساتي.


د مطلب کود: 34110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/34110/افغانستان-له-حیرتانه-تر-مزاره-د-اورګاډي-پټلۍ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com